ازبکستان هڅه کوي چې له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي. ازبک چارواکو ویلي چې د کرونا وبا له دویمې څپې را وروسته یې له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې او دوی په دې هڅه کې دي چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي. د ازبکستان د سرخان دریا والي بابا لوف توره ویلي چې د سوداګریزو فعالیتونو ښه والي په موخه د راتلونکي کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه وروسته افغانان کولی شي له وېزې پرته ازبکستان ته سفر وکړي او پنځلس ورځې په دغه هېواد کې پاتې شي. نوموړي دغه راز ویلي چې په دې موده کې به د افغان سوداګرو پر صادراتي توکو ګمرکي محصول هم نه وضع کېږي.












