د افغانستان اسلامي امارت د بریټانیا د لومړي وزیر د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې له اسلامي امارت سره یې د تعامل په اړه کړې وې. د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د بوریس جانسن د دریځ ستاینه کوي. مجاهد زیاته کړې چې اسلامي امارت د بریټانیا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو درلودو غوښتونکی دی او ټولو نړیوالو اصولو ته ژمن دی. تر دې وړاندې د بریټانیا لومړي وزیر ویلي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره باید تعامل وشي. هغه له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې له مېرمنو سره عادلانه چلند وکړي او د غوښتنو پوره کېدو ته یې پام وکړي.












