چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

اشرف غني؛ ناخبره دی او که باخبره هوا ګزوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 5, 2020
in تبصرې
0
د غني‌خېلو وحشت او مناسب غبرګون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

محمد اشرف غني وړمه ورځ پکتیکا ته سفر کړی و او هلته یې د نورو تشریفاتي خبرو او ژمنو تر څنګ دا هم ویلي چې ګواکې نوموړي ټول افغانستان جوړ کړی، خو د کلیو د پراختیا وزیر ته یې له دې امله پېغور ورکړی چې لویې پکتیا ته پام نه کوي. نوموړي په تکرار مخاطبینو ته ویلي: «ما ټول افغانستان جوړ کړ او که نه!؟»

د اشرف غني دغو خبرو ته پرون په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګون ښودل شوی دی. څوک پرې ملنډې وهي، ظنزیه ویډیوګانې پرې جوړوي او څوک یې هم د خلکو په سترګو کې پر خاورې شیندلو، پرله پسې او له حده په ډېرو دروغ ویلو او آن مخاطبینو ته په سپکاوي تورنوي. دا لومړی ځل نه دی چې نوموړی دغه ډول لویې او آن خندوونکې ادعاوې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم بیا بیا دغه ډول څرګندونې کړې وې چې د خلکو د مسخرو او نیوکو لامل شوې وې. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې اشرف غني د معلوماتو په خلا کې دی او له واقعیتونو خبر نه دی، که په قصدي او شعوروي ډول دا ډول خبرې کوي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

که ستونزه دا وي چې ولسمشر له واقعیتونو دومره ناخبره وي، نو بیا خو دا د بې کفایتۍ او کمزورۍ وروستی حد دی چې په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی. که خبره دا وي چې ولسمشر پوهیږي او هر څه درک کوي، خو بیا بیا د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي، لویې اعاوې کوي، دروغ وايي او هڅه کوي چې خلک تېر باسي، نو دا په واقعیت کې د افغانستان ستر ولس ته سپکاوي دی، ځکه چې خلک دومره ړانده او بې خبره نه دي چې د اشرف غني په دې خبرو تېروځي، خو نوموړی ورته همداسې فکر کوي. خلک سترګې لري، عقل لري او ویني چې د اشرف غني په واکمنۍ کې څنګه افغانستان د تخریب او زوال لوري ته روان دی. سړی حیران شي چې اشرف غني کوم داسې کار کړی، چې بیا ادعا کوي، ټول افغانستان یې جوړ کړی دی. واقعیت دا دی چې د اشرف غني په وخت کې نه یوازې د حساب وړ رغونه نه ده شوې، بلکې تخریب شوی او آن جوړې شوې ادارې په منظم او مسلسل ډول تخریب شوي دي. اشرف غني د افرادو لپاره ادارې جوړې کړې دي، د افرادو لپاره یې ادارې ړنګې کړې دي، ادارې یې وېشلي دي او ګډې کړې یې دي. حکومتولي یې مسخره کړې او قانون یې په یوه بې ارزښته څیز بدل کړی دی.

د اشرف غني مشاورین دې هغه پوه کړي چې دا ډول خبرې نه یوازې د ولس نظر او فکر نه شي بدلولی، بلکې خپله اشرف غني په دروغجن، مسخره او بې ارزښته واکمن بدلېږي. اوس یې هم پوره خبرې او دریځ بې ارزښته شوي دي او ډېر خلک یې خبرې د دې لپاره اوري چې پرې وخاندي او مسخره یې کړي. له بده مرغه اشرف غني اوس د افغانستان ولسمشر یادېږي او د یوه دولت مشري کوي، خو په دې خبرو ورسره افغانستان او دولت دواړه مسخره او بې ارزښته کېږي. له همدې امله پکار ده چې نور دا ډول هوا ګز نه کړي، بلکې مقعولې او سمې خبرې وکړي او نور ځان، حکومت او افغانستان مسخره نه کړي.

Previous Post

پر سفر پیسې لګول لګښت نه دی

Next Post

یو شمېر هېوادونو؛په بین الافغاني خبرو کې د منځګړیتوب هڅې پيل کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
افغان مذاکراتي پلاوی: په دوحه کې د سولې بحثونه په سم لوري روان دي

یو شمېر هېوادونو؛په بین الافغاني خبرو کې د منځګړیتوب هڅې پيل کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان او ازبکستان ۱۶ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبکستان ۱۶ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

اپریل 29, 2026
زلزله؛ متحده عربي اماراتو افغانستان ته د ژغورنې ډله را لېږلې ده

زلزله؛ متحده عربي اماراتو افغانستان ته د ژغورنې ډله را لېږلې ده

سپتمبر 2, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved