سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

افغانان بیا هم کډوالۍ ته اړ ایستل کېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 14, 2021
in تبصرې
0
کرونا وبا؛ د حکومت بې پروايي که بې کفایتي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کړې  چې د افغان کډوالو  پر مخ خپلې پولې پرانیزي. د دغه وزارت ویاند وايي چې دوی د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د یو پلان پر اساس کار کوي چې د افغانانو د ممکنه تېښتې په صورت کې پوره چمتووالی ولري. د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سره د جګړې شدت، کرونا او د وچکالۍ له امله رامنځ ته شوی بحران د کډوالۍ د زیاتېدو لامل ګڼل کېږي.

افغانان رښتیا هم بیا کډوالۍ ته اړ ایستل کېږي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د رسمي شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې د جګړو او وچکالۍ له امله یو لک افغانان له سیمو بې ځایه شوي او داسې وېره شته چې جګړې او وچکالۍ به دا کچه لوړه کړي. په دې وروستیو کې جګړو سخت زور اخیستی او خبره اوس له ولسوالیو ښارونو ته را رسېږي. که جګړه په ښارونو را ګډه شوه، نو په شدت سره به د بې ځایه شوو شمېر زیات شي. تر اوسه پورې د جګړو او وچکالۍ له امله د بې ځایه کېدو بهیر له کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته و او یا هم په کلیوالو سیمو کې له یوه ځایه بل ځای ته و. که څه هم په افغانستان کې په تېرو کلونو کې سختې جګړې وشوې، خو بیا هم ګاونډیو هېوادونو ته کډوالي د پام وړ نه وه. د دې لامل ښايي د ګاونډیو تګلارې وې او یا هم ښايي افغانانو تر ګاونډیو د خپل هېواد بله برخه غوره ګڼله.

په تېرو کلونو کې ډېر خلک له افغانستان څخه وتلي، خو دا متفاوت خلک وو. یوه لویه برخه یې هغه ځوانان وو چې د کار او ښې راتلونکې په هیله ترکیې او اروپايي هېوادونو ته ولاړل. بله برخه یې هغه کسان دي چې له خپلې پانګې سره له هېواده ووتل او په نورو هېوادونو کې یې د پانګونې له لارې د نورو هېوادونو تابعیتونه هم واخیستل، خو له دې هر څه سره سره داسې افغانان هسې ګاونډیو هېوادونو ته ګډوال نه شول، لکه د شوروي اتحاد له یرغل وروسته او بیا د کورنیو جګړو پر مهال چې شول.

اوس دا وېره چې یو ځل بیا به هغسې کډوالي رامنځ ته شي، د اندېښنې وړ ده. کرونا کې څه هم ستونزه ده، خو افغانان تر هغو له لویو ستونزو سره مخ دي چې لومړۍ پکې جګړه او ور پسې وچکالي راځي. اوس چې د سولې په پروسه کې هېڅ پرمختګ نه ښکاري، پر جګړه تمرکز زیاتېږي، طالبان ولسوالۍ لاندې کوي او خبره تر ښارونو را رسېږي. که حالت همداسې وي، نو وېره زیاته ده؛ ځکه چې په ښارونو کې به نه نسبي امن پاتې نه شي او نه به هم کاروبار او کلي به هم له بې ساري لوږې او فقر سره مخ وي. که پر خلکو په کور دننه د بې ځایه کېدو امکان ودرېږي، نو ګاونډیو ته د بیا ګډوالۍ اندېښنه جدي ده.

ګاونډیو ته ورتګ ذلت دی او افغانانو دا ذلت یو ځل لیدلی دی. که خدای مه کړه دا ځل بیا کډوال کېږي، نو تر پخوا به له لا زیات ذلت او ستونزو سره مخ شي. له همدې امله د جګړې دواړو اړخونو ته پکار ده چې پر دې ولس رحم وکړي او بیا یې د ګاونډیو پښو ته ونه غورځوي. دوی باید د سولې خبرې وکړي، ضدیت پرېږدي، انعطاف وښيي او د سولې پروسه بریالۍ کړي، څو افغانان له دې ذلت څخه وژغورل شي.

Previous Post

د اماراتو هوایي شرکت

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
امریکا: ګاونډي هېوادونه دې افغانانو ته د بیا کډوال کېدو لپاره لارې پرانیزي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فوټبال؛ د افغانستان او هندوستان تر منځ سیالي مساوي پای ته ورسېده

فوټبال؛ د افغانستان او هندوستان تر منځ سیالي مساوي پای ته ورسېده

مارچ 22, 2024
کرکټ بورډ: راشدخان د هند پر وړاندې لوبو کې نه لوبیږي

کرکټ بورډ: راشدخان د هند پر وړاندې لوبو کې نه لوبیږي

جنوري 10, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved