سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 9, 2026
in تبصرې
0
نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په داسې وخت کې چې سیمه‌ییز او نړیوال بازارونه د نوو پانګیزو افقونو په لټه کې دي، افغانستان د یوه ستراتیژیک او راټوکېدونکي فرصت په توګه د بهرنیو پانګوالو پر وړاندې راڅرګندېږي. د افغان حکومت له لوري د پانګونې د کچې پر بنسټ له یو تر پنځو کلونو پورې د بشپړ مالیاتي معافیت اعلان او بهرنیو پانګوالو ته له پڼځو ته لسو کلونو د اقامو ورکړه دا څرګندوي چې افغانستان په قصدي ډول غواړي د پانګونې لپاره سیالي کوونکی او جذاب چاپېریال رامنځته کړي. دا تګلاره افغانستان د سیمې په اقتصادي معادلو کې په یوه نوي او مهم لوبغاړي بدلولای شي.
بهرني پانګه‌وال عموماً هغو هېوادونو ته مخه کوي چې هلته اوږدمهاله ستراتیژیک لید، تشویقي پالیسۍ او د ودې روښانه امکانات موجود وي. افغانستان اوس د همدې درې واړو عناصرو د یوځای کولو هڅه کوي. مالیاتي معافیت پانګه‌والو ته دا زمینه برابروي چې خپلې سرچینې د بنسټیزو پروژو، نوو صنعتونو او تولیدي سکتورونو پر پراختیا ولګوي، بې له دې چې په لومړیو کلونو کې د درنو مالیاتي لګښتونو له خنډ سره مخ شي.
د افغانستان جغرافیایي موقعیت، چې د اسیا د مهمو اقتصادي حوزو ترمنځ د وصل نقطه بلل کېږي، د بهرنیو پانګونو لپاره ځانګړې ستراتیژیکه مانا لري. پانګه‌وال کولی شي له دې موقعیته په استفادې سیمه‌ییزو بازارونو ته اسانه لاسرسی ومومي او افغانستان د تولید او ترانزیټ پر یوه مهم مرکز بدل کړي. کله چې دا جغرافیایي برتري د تشویقي اقتصادي سیاستونو سره مل شي، نو د پانګونې ارزښت یې څو برابره لوړېږي.
سربېره پر دې، د پانګه‌والو لپاره د اداري اسانتیاوو د برابرولو ژمنه د باور جوړونې یو مهم ګام دی. یو شفاف او منظم سیستم کولی شي بهرنیو شرکتونو ته ډاډ ورکړي چې د دوی پانګه به خوندي او د ودې وړ چاپېریال کې وکارول شي. د خصوصي سکتور مثبت غبرګون هم ښيي چې په هېواد کې د پانګونې لپاره د همکارۍ او مشارکت فضا پیاوړې کېږي.
د بهرنیو پانګونو جلبول یوازې د پانګې د داخلېدو معنا نه لري، بلکې ورسره ټکنالوژي، مدیریتي تجربه او مسلکي مهارتونه هم هېواد ته راځي. دا به د کاري فرصتونو په زیاتېدو، د تولید په لوړوالي او د صادراتو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. په پایله کې، افغانستان کولای شي په تدریجي ډول ځان د وارداتو له درنې تکیې وباسي او د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور عملي ګامونه واخلي.
که دا ستراتیژیکه تګلاره په دوامدارو اصلاحاتو، د قانون د حاکمیت په پیاوړتیا او د زیربناوو په پراختیا سره مل وي، افغانستان به وکولای شي ځان د سیمې د پانګونې په یوه باوري او سیال مرکز بدل کړي. دا به نه یوازې د نن ورځې اقتصاد پیاوړی کړي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره به د ثبات او سوکالۍ بنسټ هم کېږدي.

Previous Post

نورستان کې د چهارمغزو ۴۰ بڼونه جوړیږي

Next Post

شن يي چین د میلان د اولمپیک ژمنیو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post

شن يي چین د میلان د اولمپیک ژمنیو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

زیلنسکي بايډن ته د اوکراین جګړې پای ته رسېدو طرحه وړاندې کوي

زیلنسکي بايډن ته د اوکراین جګړې پای ته رسېدو طرحه وړاندې کوي

اگست 28, 2024
ایران کې روان لاریونونه نور هم پراخ شوي

ایران کې روان لاریونونه نور هم پراخ شوي

دسمبر 31, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved