سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

افغانستان د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 30, 2021
in پوهنتون
0
افغانستان د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغانستان د لوړو زده کړو موسسه چې په کابل ښار کې موقعیت لري، د ۱۳۹۱ کال د مېزان میاشتې په لسمه نېټه یې پر فعالیت پیل وکړ، چې په لومړیو کې یې یوازې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی درلود، خو له هغه وروسته یې د پوهنځیو شمېر ډېر کړ او په ۱۳۹۴ کال کې یې په نړیوالو اړیکو ډېپارټمنټ کې د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړ. د افغانستان د لوړو زده کړو موسسې مالي او اداري مسوول ښاغلي حسیب الله وویل، اوسمهال دوی دوه پوهنځي لري چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې نړیوالې اړیکې او د مطالعاتو پراختیا ډېپارټمنټونه لري.

ښاغلي حسیب الله وویل، دوی د لسانس او ماسټرۍ په دواړو پروګرامونو کې ټول ۶۰۰ محصلین لري، چې له دې ډلې ۱۵۰ یې ښځینه محصلینې او پاتې نور یې نارینه محصلین تشکیلوي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

ښاغلي حسیب الله زیاته کړه، دوی تر دې تمه له خپلو دوو پوهنځیو څخه په اتو دورو کې ۴۵۰ محصلین د لسانس په کچه فارغ کړي او ۱۵۰ یې له ماسټرۍ پروګرام څخه فارغ شوي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري مسوول ښاغلي حسیب الله په وینا، دوی هر کال خپلو دوو پوهنځیو ته شاوخوا ۶۰ محصلین د لسانس دورې لپاره د لوړو زده کړو په موخه جذبوي او د ماسټرۍ پورګرام لپاره هر کال ۹۰ کسان جذبوي او د لوړو زده کړو اسانتیاوې ورته برابروي.

ښاغلي حسیب الله همدا راز وویل، دوی د خپلې لسانس دورې محصلینو لپاره ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی، داسې چې ښځینه محصلینو ته په خپل سمیستروار فیس کې ۳۰ سلنه او نارینه محصلینو ته ۲۰ سلنه تخفیف ورکوي. د نوموړي په وینا، د ماسټرۍ دورې محصلینو ته تخفیف نه لري.

ښاغلي حسیب الله زیاته کړه، دوی د ورځې په دوو درسي ټایمونو کې تدریسي چارې پر مخ وړي، چې یوه یې سهارنۍ دوره ده چې د سهار له اتو د غرمې تر یوولسو بجو دوام کوي او بله یې ماښامنۍ دوره ده چې د ماذیګر له پنځو د ماښام تر اتو بجو دوام کوي. د دغه موسسې مسوولین وايي، ځکه یې سهار وختي او د شپې ناوخته درسي ټایمونه جوړ کړي، چې ډېری محصلین یې یا رسمي دندې لري او یا هم د ورځې په اوږدو کې پر یو شخصي کاروبار لګیا وي.

د افغانستان د لوړو زده کړو موسسې یاد مسوول وویل، دوی د لسانس دورې لپاره ټول ۶۰ استادان لري، چې لس تنه یې ښځینه استادانې او پاتې نور یې نارینه دي. د نوموړي په وینا، له دې ډلې یې ډېری برخه د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړي لري او پاتې استادان چې ماسټري یې نه ده کړې، ډېر ژر به ورته دا فرصت هم برابر کړي. ښاغلي حسیب الله زیاته کړه، د ماسټرۍ پروګرام د تدریسي چارو لپاره ټول پنځه استادان لري چې ټول یې په نړیوالو اړیکو کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري او د افغانستان د لوړو زده کړو په موسسه کې تدریسي چارې پر مخ وړي.

ښاغلي حسیب الله وویل، دوی د افغانستان د لوړو زده کړو په موسسه کې د خپلو محصلینو لپاره کتابتون لري، چې تر ۳۲۳۰ جلده پورې مهم او تخصصي کتابونه لري. نوموړي همدا راز وویل، دوی پر فزیکي کتابتون سربېره، الکترونیکي کتابتون هم لري چې تر ۴۰۰۰۰ پورې کتابونه پکې دي او محصلین کولای شي وخت ناوخت ورته مراجعه وکړي او خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي.

ښاغلی حسیب الله زیاتوي چې افغانستان د لوړو زده کړو موسسه په هېواد کې د ننه له ډېرو پوهنتونونو لکه جامي پوهنتون، خورشید پوهنتون او داسې نورو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري او پر دې سربېره له هېواده د باندې د هندوستان او ایران هېوادونو له ځینو پوهنتونونو سره هم علمي اړیکې لري، چې وخت ناوخت ورسره په متقابل ډول علمي تجربې شریکوي او خپل محصلین د علمي پروګرامونو د څارلو په موخه ورلېږي.

ښاغلي حسیب الله زیاته کړه، دوی تر دې دمه خپلو فارغو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي شاوخوا ۳۰ ډیپلومه توزېع کړي دي او پاتې نورو ته یې سرټېفیکټونه او ترانسکرېپټونه توزېع کړي، څو یې له حقوقو څخه ګټه واخلي.

ښاغلی حسیب الله زیاتوي چې افغانستان د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه ځینې پروګرامونه لري، لکه د بازار موندنې مرکز رامنځته کول، په موسسه کې د ننه شنه او ارامه فضا، مجهز کتابتون، ورزشي سټډیوم او ډېر علمي او تجربوي پروګرامونه، ورکشاپونه او سمینارونه هغه څه دي چې د محصلینو د علمي سویې د لوړولو په برخه کې یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

ښاغلي حسیب الله زیاته کړه، دوی د موسسې د لا بډاینې او پرمختګ لپاره ځینې پلانونه لري، چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي کړي، چې له هغې ډلې کولای شو پوهنتون ته د موسسې ارتقاع، د نوو پوهنځیو رامنځته کول، د ماسټرۍ پروګرام لپاره د نورو رشتو ټاکلو او ځینو نورو ته اشاره وکړو.

ښاغلي حسیب الله همدا راز وویل، دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته دې لا ډېره پاملرنه وکړي، اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي، د لوړو زده کړو له خصوصي موسسو سره دې خپلې همکارۍ زیاتې کړي او د خصوصي موسسو د اداري چارو د پرمخ بېولو لپاره دې ځانګړې پاملرنه وکړي او شفافیت دې پکې رامنځته کړي څو دوه اړخیز چلند نه وي شوی او د یادو موسسو علمي او ښوونیزې چارې پر وخت او غوره توګه پر مخ تللې وي.

د دغه موسسې مسوولین وايي، که لوړو زده کړو وزارت دوی ته د تدریس لپاره یو دایمي ځای په واک کې ورکړي، دا چاره به یې د محصلینو پر وړتیاوو ښه اغېز ولري؛ ځکه دوی به په ارام او ډاده زړه هلته زده کړې کوي. د حسیب الله په خبره، له یوه ځایه بل او له بل ځایه بل ته یې د موسسې انتقال دوی او محصلین له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

Previous Post

د سامسُنګ لومړنی مخ‌پاڼې لاندې کامره لرونکی ځیرک موبایل

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
روغتیا وزارت د کرونا له کبله د ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو اعلان وکړ

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسلام‌اباد د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز لسمه کلیزه ونمانځله

اسلام‌اباد د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز لسمه کلیزه ونمانځله

جولای 6, 2023
رییس‌الوزرا: سوداګر دې د بېوزله افغانانو لاسنیوی وکړي

رییس‌الوزرا: سوداګر دې د بېوزله افغانانو لاسنیوی وکړي

مارچ 11, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved