د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې دغه شرکت له ایران سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې پر بنسټ به یې ایران افغانستان ته ۱۰۰ میګاواټه برېښنا ورکوي. د یاد شرکت په خبره، له ایران څخه افغانستان ته راتلونکې برېښنا به تر یوه حده د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو د اوسېدونکو ستونزه اواره کړي. برېښنا شرکت دا خبر پر داسې مهال ورکوي چې په دې وروستیو کې د مرکز او یو شمېر ولایتونو خلک د برېښنا له پرچاوۍ شکایتونه لري او له حکومت څخه غواړي چې ستونزو ته یې رسېدګي وکړي. د یادونې ده چې ان په دوبي کې هم د کابل ښار اوسېدونکي پوره ۲۴ ساعته برېښنا نه لري خو اوس چې ژمی هم لا را رسېدلی نه دی، کابل ښاریان په شپه او ورځ کې یوازې اته ساعته له برېښنا برخمن دي.











