د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، په بیجنیګ کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د استازولیو له مسوولینو سره د چین د اقتصادي بیارغونې او بشري همکاریو د ارتباطي میکانیزم په درېیمه غونډه کې د بیلابیلو موضوعاتو له هغې ډلې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، دغه هیواد ته د افغاني توکو د صادراتو او افغانستان کې د کانونو په برخه کې د چین د پانګوالو د پانګونې په تړاو خبرې شوې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې رییس په دغه غونډه کې د چین د بشري مرستو دوام او له افغانستانه ملاتړ ته په اشارې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. بل لور ته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه چین د هیواد په اقتصادي وده او پراختیا کې ارزښتمن ګڼي.












