چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان سوله او جګړه؛ د ټرمپ ماتې او د بایډن بریا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 9, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان سوله او جګړه؛ د ټرمپ ماتې او د بایډن بریا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اسیوشیټیډ پریس خبري اژانس له راپور سره سم د امریکا د ټاکنو نارسمي پایلې ښيي چې د ولسمشر ټرمپ ډیموکراټ سیال جو بایډن د الکټرل کالج یا ټاکنیز پلاوي د ۲۷۴ رایو په خپلولو سره ګټونکی دی. د امریکا ټاکنې نه یوازې دا چې امریکایانو ته مهمې وي، بلکې په ټوله کې پر نړیوال سیاست خپل پاموړ اغېز لرلی شي. د دغه اغېز کچه بیا د افغانستان پر سولې او جګړې لا زیاته ځکه ده چې امریکا په افغانستان کې له ۲۰۰۱ راهیسې د جګړې او سولې یو مهم لوری دی. جګړه کې خو یې رول روښانه دی؛ خو سوله کې هم ټاکونکی دی. که امریکا طالبانو سره مخامخ خبرو ته نه وای چمتو شوې، نن به د بین الافغاني خبرو هېڅ څرک نه و. افغان جګړه د امریکا په تاریخ کې د دغه هېواد تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي.
پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته دا د امریکا د ولسمشرۍ څلورم ځل ټاکنې دي. افغان جګړې هم جمهوریت غوښتونکي او هم ډیموکرات امریکايي ولسمشران تجربه کړل. جمهوریت غوښتونکي جورج ډبلیو بوش دا جګړه پیل کړه، ډیموکرات اوباما سره له دې چې د تازه‌دمو ځواکونو له استولو سره وغځوله خو د سولې بهیر هم د اوباما په دوره کې پیل شو. جهموریت غوښتونکي ټرمپ هم له جګړې سره-سره د سولې خبرو ته ادامه ورکړه او په پای کې يې د دوحې هوکړه لاسلیک کړه. دا د پام وړ ده، چې لومړی د ډیموکرات اوباما او مرستیال بایډن په دوره کې د افغان سولې بهیر پیل شو، په قطر کې طالبانو ته سیاسي دفتر ورکړل شو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله وشوه.
اوس پوښتنه دا ده چې د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ماتې او ډیموکراټ نوماند جو بایډن بریا افغان سولې او جګړې ته څه معنا لرلای شي؟ د دغو دوو امریکايي سیاستوالو لیدلوري د افغان جګړې په تړاو څه ورته‌والي او توپيرونه لري.
د ټرمپ خپسه
که رسمي دریځونه یوې خواته پرېږدو، په افغانستان کې د بایډن د بریا خبر د ولسمشر غني پلویانو کې نوې سا وچلوله. ځکه دوی فکر کوي چې د سولې روان بهیر پای د دوی واک او ځواک له ننګونې سره مخ کوي. له همدې امله په ۲۰۱۷ کې، کله چې ولسمشر ټرمپ د سویلي اسیا لپاره خپله جګړه‌ییزه ستراتيژي اعلان کړه او افغانستان ته یې د درې زره نورو امریکايي ځواکونو فرمان ورکړ، افغان حکومت یې تود هرکلی وکړ. ټرمپ هغه پرېکړه په نه زړه کړې وه. مک ماسټر چې هغه مهال د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و، افغانستان ته د نوو ځواکونو د استولو مشوره ورکړې وه. د مک ماسټر دغه دریځ وروسته د ټرمپ او د ده ترمنځ د اختلافاتو لامل شو او ماسټر لرې شو.
ټرمپ خپلو جنرالانو ته پوره واک ورکړ چې افغان ربړه د جګړې له لارې اواره کړي. د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ په اوږدو کې امریکايي جنرالانو پر طالبانو سیاسي، پوځي، اقتصادي او ان مذهبي فشارونه راوړل چې که د جګړې معادله بدله کړي. د یوه کال په تېرېدو سره ټرمپ د جګړې له پوځي بریا نهیلی شو. د ۲۰۱۸ په سپټمبر کې يې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وګوماره. خلیلزاد طالبانو سره اتلسو میاشتو کې یوولس پړاوه له لوړو ژورو ډک او ستومانوونکې خبرې وکړې چې پای یې د ۲۰۲۰ د فبروري په ۲۹مه د دوحې تاریخي هوکړه شوه. د دوحې د هوکړې له مخې به امریکايي او ناټو ځواکونه په څوارلسو میاشتو کې (تر مۍ ۲۰۲۱) پورې له افغانستانه په بشپړ ډول وځي او طالبان به امریکا ته دا تضمین ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د متحدینو پر خلاف یې نه کارول کېږي.

بایډن؛ افغان جګړه او سوله
د ټرمپ ځانګړې حکومتولي د نړۍ ډېرو سیاستوالو ته یوه خپسه وه؛ خو د افغان حکومت لپاره د ټرمپ دوره ډېره له اندېښنو او وېرو ډک پېر و. د افغان حکومت له دریځونو ښکاري چې بایډن ته یې هیلې زیاتې دي. په ځانګړې ډول به افغان حکومت هیله‌من وي که د بایډن راتګ سره د دوحې هوکړه لغوه شي او په ټوله کې د سولې پر روان بهیر جدي بیاکتنه وشي او ژور بدلونونه راشي. اوس چې د راتلونکي کال په جنوري کې بایډن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه کوي، مهمه پوښتنه دا ده چې منتخب ولسمشر جو بایډن افغان جګړې ته په کومه سترګه ګوري؟ ایا بایډن به د سولې بهیر لغوه کړي؟ افغانستان ته به نور امریکايي ځواکونه راولېږي؟ په ټوله کې به بایډن له افغان جګړې سره څه چلن وکړي؟
بایډن د افغانستان د ربړې په تړاو د خپل دریځ په اړه کافي صریح او واضح غږېدلی. په ۲۰۱۰ کې يې ویلي و «زه خپل زوی بیا هلته [افغانستان] ته نه لېږم چې ژوند یې د ښځو د حقونو لپاره له خطر سره مخ شي».
پخواني ولسمشر بارک اوباما –چې بایډن یې په دواړو دورو کې مرستیال و- د اکټوبر میاشت کې د بایډن په اړه وویل چې د ده د لوړپوړو سلاکارانو په کتار کې بایډن «داسې یو څوک و چې د پوځي ځواک د کارونې په باب تر ټولو ډېر نیولی [محتاط] و». د اوباما په وینا، په سپينه ماڼۍ کې بایډن په لېبیا او سوریه کې د امریکا له پوځي مداخلو سره مخالف و.
په ډسمبر ۲۰۱۹ کې بایډن د افغان جګړې په اړه وویل: «لومړنی کار چې د امریکا د ولسمشر په توګه به یې وکړم دا دی چې ټول جنګیالي به کور ته راولم، طالبانو سره به مذاکرات کوم او تر شا به کوچنی ترهګرۍ ضد ځواک پرېږدم چې د بالقوه ګواښونو مخنیوی وکړي…دا په هغه صورت کې چې موږ ښه مذاکرات نه وي لرلي». بایډن د بهرني سیاست په ډېرو بحثونو کې ټرمپ سره جدي او ژور اختلافونه لري؛ خو د افغانستان په مسئله کې يې د ټرمپ پالیسي نه ده ننګولې او تل یې د ځواکونو د وتلو له بحثه ملاتړ کړی.
د اوباما د حکومت او پخواني افغان حکومت ترمنځ اصلي ستونزه دا وه چې د اوباما حکومت په افغانستان کې د طالبانو جګړه Insurgency یا کورنی بغاوت تعریفاوه او په تړاو یې امریکايي ځواکونه مسوول نه بلل. هغه څه چې افغان حکومت ورسره مخالف و. بایډن لا هم ورته باور لري. بایډن فکر کوي چې افغانستان کې یې رول باید یوازې ترهګرۍ ضد وي او طالبان د افغانستان د یوه واقعیت په توګه مني. فبروري ۲۰۲۰ کې سي بي ایس ټلویزیون Face the Nation خپرونې ته بایډن وویل «زه تر هر څه وړاندې د نورو ځواکونو له استولو سره مخالف وم…زه تر دې د ډېر کوچني شمېر عسکرو له شتون سره موافق وم چې د القاعدې او داعش پر ضد جګړه وکړي».
بایډن هېڅکله د ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د دوحې له هوکړې سره مخالفت نه دی کړی. د دوحې د هوکړې له لاسلیک وړاندې بایډن ویل «اوس له وخته مخکې ده. موږ به وګورو چې دا یوه ښه هوکړه ده کنه». د افغانستان په اړه د بایډن یوازنۍ اندېښنه له افغانستانه د القاعدې او نورو نړیوالو ډلو له خوا د امریکا د امنیت تهدید دی او دا هغه څه دي چې د دوحې په هوکړه کې يې په اړه تضمین ورکړل شوی. تر دې هاخوا بایډن د افغانستان په اړه اصلاً فکر نه کوي. په همدې مرکه کې ترې وپوښتل شول چې که طالبان بیا د افغانستان کنټرول په لاس کې ونیسي، تاسې د مسوولیت احساس کوئ؟ بایډن وویل، «نه، هېڅ…صفر مسوولیت! زما مسوولیت د امریکایانو د ملي ګټو ساتنه ده… دا د ولسمشر په توګه زما مسوولیت دی».
پای
هم د اوباما د واکمنۍ پر مهال او هم له هغې وروسته که د افغانستان په اړه د جو بایډن دریځونه وارزول شي، داسې نه برېښي چې د ده له واکمنۍ سره به د افغانستان په تړاو د امریکا په سیاستونو کې ژور او پاموړ بدلونونه راشي. ټرمپ د اقلیم تودوخې له مسئلې نیولې تر ایران او چین پورې ډېر توند او سخت دریځونه نیولي وو. افغانستان ښايي د ټرمپ په بهرني سیاست کې ځانګړی مثال وي چې ټرمپ يې د مذاکراتي اواري په لټه کې و. دا هغه څه دي چې بایډن به یې هم مخالف نه وي.
بایډن به هڅه وکړي چې په نړیواله کچه د ټرمپ په دوره کې د امریکا زیانمن شوی حیثیت بیا ورغوي. د ټرمپ د هغو دریځونو د سمون هڅه به وکړي چې د ډیپلوماسۍ او تفاهم پر ځای پر توندلارۍ او سختو دریځونو ټینګار کړی. د افغانستان په تړاو د توندلاري او افراطي ټرمپ دریځ د هغه څه دوام و چې ډیموکراتانو پیل کړی و. یعنې مذاکراتي اواری!
کله چې د دوحې په هوکړه کې بایډن له افغان خاورې د نه خطر تضمین ترلاسه کوي، فکر نه کېږي چې دغې پروسې سره دې مخالف وي. بایډن هېڅ وخت له افغانستانه د ځواکونو له وېستلو سره صریح مخالفت نه دی کړی. یا په نورو ټکو، بایډن په هېڅ صورت افغانستان کې د پراخ پوځي حضور او مداخلې پلوی نه دی. بایډن په ۲۰۱۰ کې د نوو ځواکونو له استولو سره مخالف و، اوس چې نړیوال او سیمه ییز شرایط هم کافي بدل دي، په هېڅ صورت به پوځي اواري ته لومړیتوب ورنه کړي. کله چې بایډن د پوځي حل پلوی نه دی، یوازنۍ لار مذاکراتي حل پاتې کېږي. که مذاکراتو کې دا تضمین ترلاسه کولای شي –د دوحې هوکړې یوه اساسي برخه همدا تضمین جوړوي- چې د افغانستان له خاورې به امریکا ته ګواښ نه پېښېږي، بایډن به هېڅکله د کم شمېر امریکایي پوځیانو پر شتون هم ټینګار ونه کړي؛ ځکه لږ شمېر پوځي حضور هم کولای شي چې طالبانو سره مذاکراتي اواری له ننګونې او ان ناکامۍ سره مخ کړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ذاکر جلالي

Previous Post

نوکیا نوی ځیرک موبایل معرفي کوي

Next Post

حامد کرزی: د امریکا نوی حکومت دې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر راوستو تمرکز وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
حامد کرزی: د امریکا نوی حکومت دې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر راوستو تمرکز وکړي

حامد کرزی: د امریکا نوی حکومت دې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر راوستو تمرکز وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

مارچ 4, 2026
د چين د واکمن کمونېست ګوند مشرتابه غونډه ترسره کړې

د چين د واکمن کمونېست ګوند مشرتابه غونډه ترسره کړې

دسمبر 24, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved