چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

حامد کرزی: د امریکا نوی حکومت دې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر راوستو تمرکز وکړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 9, 2020
in افغانستان
0
حامد کرزی: د امریکا نوی حکومت دې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر راوستو تمرکز وکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا په جنجالي ټاکنو کې جوبایډن بریالی شو چې اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په غوڅ اکثریت ماتې ورکړي او د دغه هېواد راتلونکی ولسمشر شي. بایډن به د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ کې سپينې ماڼۍ ته ځي او خپل کار به رسماً د امریکا د ولسمشر په توګه پیلوي.

له دې سره د نړۍ سیاسیونو بایډن ته د بریا مبارکي ورکړې چې افغان سیاسیون هم له دې کاروانه وروسته پاتې نه دي. ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو نورو افغان سیاسیونو بایډن ته مبارکي ورکړې او له هغه د سولې د راوستو تمې لري.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

بایډن د امریکا ۴۶ام ولسمشر شو، هغه د امریکايي ټاکنو په تاریخ کې داسې ټاکنیز ټکټ دی چې تر ټولو ډېرې رایې یې ګټلې دي. بایډن تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شو او د بریا تر اعلان وروسته یې لومړنۍ وینا د امریکا او نړۍ لپاره هیله بښونکې وه. نوموړي وویل چې په امریکا کې به د یووالي لپاره کار کوي او دغه راز به د نړۍ په کچه د امریکا برم بیا ځلي را ژوندی کړي. بایډن ته د نړۍ له ګوټ ګوټ سیاسي رهبرانو او د هېوادونو ولسمشرانو د مبارکۍ پیغامونه لېږلي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني په خپل پیغام کې هیله څرګنده کړې چې د بایډن د واکمنۍ پر مهال د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې پیاوړې او پراخې شي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا او افغانستان ستراتېژيک ملګري دي او د دې ملګرتیا د لا پیاوړتیا او قوت لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده. ولسمشر غني تمه څرګنده کړې چې د بایډن د حکومت پر مهال به د سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا او افغانستان ستراتېژيکې اړیکې لا پراخې شي. د هغه  په خبره: ((د امریکا متحده ایالات زموږ ستراتېژیک شریک دی. له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ ستراتېژیک مشارکت به له ترهګرۍ سره په مبارزه او په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت په برخو کې پیاوړی او دوام وکړي)).

د ولسمشر غني تر څنګ د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د بایډن د بریا مبارکي ویلې ده. نوموړي ویلي چې بایډن او امریکايي ملت ته د سختو ټاکنو د ترسره کولو او په دې سختو شرایطو کې د یوې تاریخي هڅې د ترسره کولو له امله مبارکي وايي. ډاکټر عبدالله عبدالله وايي: ((جو بایډن، کاملا هاریس او د امریکا ملت ته د دې سترې بریا مبارکي وایم)).

پخواني ولسمشر بیا تمه څرګنده کړې چې د بایډن بریا په افغانستان کې د سولې او ثبات ته راتګ سبب شي. پخواني ولسمشر د جو بایډن د بریا په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې بایډن او مرستیالې ته یې د بریا له امله مبارکي وايي، خو د دې تمه لري چې دوی په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت د راوستو پالیسي او تګلاره ولري. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د امریکا په نوي سیاست کې له افغانستان سره د دغه هېواد اړیکې د سولې او ثبات پر تامین متمرکزې وي او په دې توګه په افغانستان کې روانې جګړې او وینې بهېدنې پای ته ورسېږي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: ((ښاغلی کرزی هیله من دی، چې د امریکا نوی سیاست له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې پر سولې او د ثبات پر راتګ متمرکز وي، چې په دې توګه له دلته روانې جګړې، وینې تویېدنې او نا امنۍ ختمې شي او د افغانستان خلک به یوې تلپاتې ارامتیا ته ورسېږي)).

افغان سیاسیون داسې مهال له جوبایډن د سوله‌ییزې لارې د خپلولو تمه لري چې هغه د افغانستان په شل کلنه جګړه کې په یو ډول نه یو ډول ښکېل و. د اوباما د واکمنۍ پر مهال چې په افغانستان کې د امریکايي جګړې اوج و، بايډن د اوباما مرستیال و او په ځلونو یې افغانستان ته سفرونه هم کړي دي. هغه تر دې دمه په خپلو څرګندونو کې د افغانستان او دلته د روانې جګړې په اړه داسې د پام وړ او عملي خبرې نه دي کړې.

Tags: Top
Previous Post

افغان سوله او جګړه؛ د ټرمپ ماتې او د بایډن بریا

Next Post

نړیوال اقتدار غوښتونکی پوپولېزم

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
نړیوال اقتدار غوښتونکی پوپولېزم

نړیوال اقتدار غوښتونکی پوپولېزم

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مجروح: د کرونا ویروس له کبله تر ټولو ناوړه حالت تجربه کوو

مجروح: د کرونا ویروس له کبله تر ټولو ناوړه حالت تجربه کوو

جون 13, 2021
چين د اقتصاد په  تول کې؛ درېيم نړيوال وارداتي نندارتون، موخې او ګټې

چين د اقتصاد په تول کې؛ درېيم نړيوال وارداتي نندارتون، موخې او ګټې

نوومبر 4, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved