چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

افغان حکومت د خطرناکو طالب زندانیانو د خوشي کولو بهیر پیل کړی دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 27, 2020
in افغانستان
0
افغان حکومت د خطرناکو طالب زندانیانو د خوشي کولو بهیر پیل کړی دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې پر حکومت او طالبانو د فشار راوستلو لپاره زلمي خلیلزاد نوی سفر پيل کړی دی، چې د هغه تر را رسېدو مخکې افغان حکومت د طالبانو د خطرناکو زندانیانو د خوشي کولو پروسه هم پيل کړې ده. ویل کېږي چې حکومت تازه د خطرناکو بندیانو له ډلې پنځوس یې خوشي کړي دي او طالب سرچینو هم دغه راپور تایید کړی دی. بلخوا طالبان بیا ادعا کوي چې افغان حکومت د خوشي شوو طالبانو پر کورونو چاپې وهي او دوی بېرته نیسي، خو حکومتي چارواکي بیا وایي چې ډېری زندانیان تر خوشې کېدو وروسته بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي چې ځینې یې آن د جګړې پرمهال نیول شوي دي.

میاشتې کېږي چې د زندانیانو د خلاصون پر سر د اختلاف له امله بین الافغاني خبرې ځنډېدلې دي. افغان حکومت ویلي وو چې د طالبانو څه باندې څلور زره بندیان یې خوشي کړي دي، خو شپږ سوه بندیان یې ځکه نه خوشي کوي چې پر دوی حق العبدي دی. طالبانو بیا ویلي وو چې افغان حکومت په لوی لاس د زندانیانو په خوشي کولو کې خنډونه جوړوي او دا مسئله به ښه پایله ونه لري. بلخوا امریکا هم له دې مسئلې ستړې شوې او په ځلونو یې له طالبانو او افغان حکومت غوښتي چې د زندانیانو د خلاصون لړۍ چټکه کړي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په سفر تللی دی. د دغه سفر تر ټولو مهمه مسئله پر طالبانو او افغان حکومت فشار راوړل دي، څو دوی د بندیانو د خلاصون لپاره اقدام وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: ((خلیلزاد به دوحې او کابل ته ځي څو پر دواړو لورو فشار راولي چې د بندیانو د خوشي کولو لپاره اقدام وکړي او د بین الافغاني خبرو له لار کې شته خنډونه له منځه یوسي)).

خو د خلیلزاد تر را رسېدو مخکې افغان حکوت د طالبانو د خطرناکو بندیانو د خوشي کولو لړۍ پیل کړې ده. د زندانیانو د خلاصون لپاره د طالبانو له لوري موظف پلاوي ویلي چې افغان حکومت وړمه ورځ ناوخته پنځوس طالب بندیان خوشي کړي دي. د دوی په خبره، دا هغه کسان وو چې افغان حکومت خطرناک بللي وو او په وینا یې، د دوی دوسیې پېچلې دي او حق العبد ورباندې دی، خو اوس د دې هر څه پر خلاف افغان حکومت د دوی د خوشي کولو پرېکړه کړې ده. دا چې نور بندیان به هم خوشي کېږي کنه، حکومت یې په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبان ټینګار کوي چې د لېست له مخې باید د دوی پنځه زره بندیان خوشي شي.

بلخوا طالبان بیا وایي چې حکومت د زندانیانو د خلاصون په برخه کې خنډونه جوړوي. د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پرون د افغان حکومت د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې ویلي، حکومتي ځواکونه پر هغو کسانو چاپې وهي چې تازه د حکومت له زندان خوشي شوي دي. د ده په خبره، حکومتي ځواکونه یاد کسان بېرته له ځان سره بیایي چې په دې اړه دوی د ځینو مواردو معلومات هم له ځان سره لري. سهیل شاهین وایي، د حکومت دغه ډول کړنې د بین الافغاني خبرو لپاره خنډ جوړوي او د سولې پروسه له ستونزو سره مخ کوي. شاهین وایي: ((حکومت پر خوشي شوو طالبانو چاپې وهي، دوی ته کمین نیسي، له ځان سره یې بیايي چې دا به خطرناکې پایلې ولري)).

بلخوا طالب سرچینې بیا وایي، د دې تمه لري چې خلیلزاد په دا ځل سفر کې ټول شته خنډونه له منځه یوسي، بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي او د زندانیانو پر خوشي کولو جوړ شوی اختلاف ختم کړي.

خلیلزاد به د دې مواردو تر څنګ په دې سفر کې له پاکستان، ناروې او بلغاریا د لیدنې پرمهال د تاوتریخوالي پر کموالي او د بندیانو تبادلې وروستي پړاو پر بشپړېدو ټینګار وکړي.

Tags: Top
Previous Post

پاکستان: د افغانستان د سولې په مسئله کې صادقانه چلند کوو

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
افغان حکومت د خطرناکو طالب زندانیانو د خوشي کولو بهیر پیل کړی دی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين د مخابراتي ټېکنالوژۍ ۱۶ م نمبر ازمايښتي سپوږمکۍ وتوغوله

چين د مخابراتي ټېکنالوژۍ ۱۶ م نمبر ازمايښتي سپوږمکۍ وتوغوله

مارچ 31, 2025
په شانګهای کې د زراعتي چارو بڼه

په شانګهای کې د زراعتي چارو بڼه

نوومبر 12, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved