چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

افغان حکومت: د مذاکراتو پاتې پړاوونه دې په کور د ننه مخ ته یوړل شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 13, 2020
in افغانستان
0
افغان حکومت: د مذاکراتو پاتې پړاوونه دې په کور د ننه مخ ته یوړل شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغان حکومت په تازه څرګندونو کې ویلي چې پاتې بین الافغاني مذاکرات دې د دوحې پر ځای په کابل کې ترسره شي. د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په تازه څرګندونو کې ویلي چې د مذاکراتو دواړه اړخونه دلته د خلکو وضعیت له نږدې لیدلی شي او پر دې پروسه به د ولس باور لا ډېر شي، نو ځکه باید بین الافغاني مذاکرات په افغانستان کې ادامه پیدا کړي. طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د سولې د مسایلو څارونکي بیا وایي چې حکومت یوازې د خنډ جوړولو په لټه کې دی.

په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دواړه لوري به خپلې رخصتۍ پيلوي، په داسې حال کې چې ولس د یوه اوربند او جګړو د کمېدو په تمه دی. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په تازه څرګندونو کې ویلي چې بین الافغاني مذاکرات د راتلونکي کال د جنورۍ تر پنځمې نېټې ځنډېدلي دي. له دې سره جوخت افغان حکومت د دې غوښتونکی دی چې د بین الافغاني مذاکراتو پاتې برخې په افغانستان کې پر مخ یوړل شي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې ویلي، ښه به وي چې د مذاکراتو پاتې پړاوونه په افغانستان کې مخ ته یوړل شي. د ده په وینا، افغان حکومت د دې وړتیا لري چې وکړی شي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره امکانات برابر کړي، ان تاسیسات جوړ کړي او په دې توګه د ډېرو لګښتونو مخه ونیسي. محب دا هم ویلي چې افغان حکومت د ځای په اړه هېڅ راز ملاحظه نه لري، خو د مذاکراتو په برخه کې د اسانتیا په موخه په کور د ننه د مذاکراتو ملاتړ کوي. د ده په خبره: ((د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد دننه تعقیب شي. دولت د ځای په اړه ځانګړې ملاحظه نه لري او چمتو دی د هېواد هره سيمه چې طالبان پیشنهادوي، هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړه اماده ګي ونیسي او خبرې پر مخ یوسي)).

نوموړی همدا راز په کور د ننه د مذاکراتو په ترسره کېدو د ولسي نظارت د ډېرېدو خبره کوي. حمدالله محب وایي، که مذاکرات په کور د ننه ترسره کېږي، نو ولس به هر څه په خپله ویني او په دې توګه به یوه ځانګړې امنیتي ساحه رامنځ ته شي چې مذاکرات به لا د ډاډ وړ شي. نوموړی په کور د ننه د مذاکراتو د مخ ته بېولو بل هدف دا یادوي چې وکړی شي په مذاکراتو کې د بهرنیو شرایطو د راتګ پر ځای دغه بهیر په کور د ننه له روان وضعیت متاثر شي. د ده په وینا: ((د افغانانو تر منځ خبرو کې اړینه ده چې را روان پړاوونه یې په افغانستان کې وي، څو سوله د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو متاثره، سرتاسري او دایمي وي)).

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې په دوحه کې به مذاکرات مخ ته وړي او داسې څرګندونې هم شوې وې چې ګواکي د مذاکراتو بېل پړاوونه به په بېلو هېوادونو کې مخ ته وړل کېږي. بلخوا د سیاسي چارو او سولې د مسایلو شنونکي بیا پر دې باور دي چې افغان حکومت په یو ډول نه په یو ډول د سولې په مسایلو کې خنډ جوړوي. د سیاسي مسایلو شنونکی طارق فرهادي وايي، د ملي امنیت شورا د سلاکار څرګندونې د دوحې د مذاکراتو پر وړاندې د خنډ جوړولو په مانا دي. د ده په خبره: ((د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې د دوحې د مذاکراتو په لار کې د ډبرې اچولو په مانا دي. خو دا چاره هله ممکنه ده چې ولسمشر غني له خپلې دندې استعفا ورکړي، انتقالي حکومت جوړ شي او په هغه کې طالبان هم ونډه ولري)).

سیاسي شنونکي دا هم وایي چې د ولسمشر غني نږدې کسان د سولې په برخه کې ځینې ستونزې ان په دوحه کې جوړوي، خو که مذاکرات په کور د ننه کېږي، نو ښایي بیا حکومت ان د امریکا فشارونه هم ونه مني. د سیاسي چارو شنونکی شرف الدین ستانکزی وایي، اوس دواړه لوري دې ته په تمه دي چې د امریکا نوی حکومت د دوی په اړه څه دریځ لري. د ده په خبره: ((اوس دواړه د امریکا نوي حکومت ته په تمه دي، ځکه خو خنډونه او ځنډونه رامنځ ته کېږي)).

طالبان دمګړی په دوحه کې له خپل دفتر د مهمې سیاسي برخې په توګه کار اخلي چې نه یوازې له افغان حکومت سره یې مذاکرات له دې لارې پيل کړي، بلکې د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره یې سیاسي مذاکرات او اړیکې له دې لارې تامینيږي.

Tags: Top
Previous Post

په ژمي کې دغو ویټامینونو ته ډېره اړتیا لری

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
افغان حکومت: د مذاکراتو پاتې پړاوونه دې په کور د ننه مخ ته یوړل شي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اوکراین ولسمشر له ارجنټاین وروسته امریکا ته سفر کړی

د اوکراین ولسمشر له ارجنټاین وروسته امریکا ته سفر کړی

دسمبر 12, 2023
نوی ريکارډ؛ په چين کې د غلودانو توليدي اندازه څه باندې ۶۸۶ ميليارډو کيلو ته رسيدلې

نوی ريکارډ؛ په چين کې د غلودانو توليدي اندازه څه باندې ۶۸۶ ميليارډو کيلو ته رسيدلې

دسمبر 12, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved