افغان حکومت وایي د امریکایي سرتېرو د شمېر کموالی افغانستان کې د جګړې پر ډګر ډېر منفي اغېز نه کوي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي چې د امریکايي سرتیرو د شمېر کموالی د جګړې پر وضعیت ډېر منفي اغېز نه لري، ځکه د ده په وینا په دې وروستیو کې ۹۶ سلنه جګړه افغان سرتیري کوي او عملیات هم په خپله پلانوي او ترسره کوي. بلخوا طالبانو بیا د پنټاګون دا پرېکړه ستایلې ده او دا اقدام یې د امریکا او افغانستان په ګټه بللی دی. د یادونې ده چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) تیره ورځ وویل چې په افغانستان کې یې خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی دی.












