چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان  شخصيتونه: مونږ د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د چين هڅې ستايو

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 31, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان  شخصيتونه: مونږ د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د چين هڅې ستايو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

اوس مهال افغانستان له خړپړتیا څخه د بیارغونې په کليدي پړاو کې دی او خلک يې له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ دي، نو د نورو هېوادونو کومکونو او مرستو ته ډېره اړتيا لري. د مارچ په ۳۰مه نېټه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د چين د ان هوي ولايت د هوانګ شان ښار په تون شي سيمه کې پيل شوه، چې موخه يې د افغانستان مسئلې د حل وفصل لپاره د ګاونډيو هېوادونو د ګډو نظريو راغونډول دي. په دې اړه د چين د ميديا ګروپ خبريالې د افغانستان له ځينو مهمو شخصيتونو او کارپوهانو سره مرکه کړې ده. دوی د دې مسئلې په هکله د چين دريځ وستايه او هيله يې وښوده، چې د چين په شمول د ګاونډيو هېوادونو په مرستو سره یو ټولشموله افغان حکومت جوړ شي.

ټولو ته معلومه ده، چې افغانستان اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دی. نه یوازې د اقتصاد، بلکې د بشردوستۍ په برخه کې هم ډېرې ستونزې شتون لري.عزيز معارج چې د افغانستان پخوانی ديپلومات و، د دغو ستونزو د يادونې په ترڅ کې داسې ویلي، په اوسنیو حالاتو کې چې له يوې خوا افغانستان معياري او د خلکو په ملاتړ يا مشروعيت حکومت نه شته، له بلې خوا اقتصادي بنسټونه غير فعال او په ټوله کې اقتصادي بحران منځ ته راغلی دی او په ورته وخت کې نړيوال او د نورو هېوادونو حکومتونه د اوسنی افغان حکومت پر رسميت نه پېژني، نو د افغانستان لپاره دا ناشونې او ستونزمنه ده، چې له نړيوالو مرستو پرته خپلې اقتصادي، بشري او حتی سياسي يا ټولنيزې ستونزې حل کړای شي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ده زیاته کړه، چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د تلپاتې سولې او پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبولی شي. دغه راز دا جوته ده، چې ګاونډي هېوادونه د ترانزيت او سوداګريز تګ راتګ په برخه کې د افغانستان جغرافيې ته اړتيا لري. يو باثباته او امن افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په ګټه دی، نو ګاونډيان به يې خامخا د افغانستان د سولې، امن پرمختګ او اقتصادي ستونزو د حل په لاره کې مرستې وکړي.

د ښاغلي عزيز په اند، که څه هم د افغانستان مسئلې د حل لپاره د ګاونډيو هېوادونو رول مهم دی، خو طالبان دې اوسنی فرصت په نظر کې ونيسي. هغه وويل،دغه غونډه چې ګاونډي هېوادونه پکې ګډون کوي، څه نا څه د افغانستان پر حالاتو اغيز لري او افغانانو لپاره ښه فرصتونه هم برابرولی شي، خو طالب چارواکي دې د خپل هېواد د ګټو لپاره له دغو فرصتونو څخه کار واخلي، يعنې ښه اجنډا او پاليسي له چمتوالي سره ولري، ښه ساسي خبرې او ډيالوګ وکړي. همدا راز په ستراتيژيو جوړولو کې د مسلکي کارپوه کادرو څخه کار واخلي. که داسې کارونه تر سره کړي، نو افغانستان به له همدغو غونډو څخه برخمن شي.

چین د يادې غونډې د کوربه هېواد په توګه نه یوازې په دې غونډې کې د ګډون لپاره ګاونډيو هېوادونو ته، بلکې افغانستان ته هم بلنه ور کړې ده. چين غواړي، چې د خپلو هڅو له لارې د افغانستان د مسئلې لپاره خپل خدمتونه وکړي. په دې وروستيو کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له افغانستان څخه ليدنه وکړه او بيا يې سمدلاسه د يادې غونډې مشري کړې ده. چين نړيوالو ته داسې ښکاره کړې، چې د یو مسؤلانه هېواد په توګه يې زمونږ د ښه ګاونډي افغانستان اوسنیو ستونزو ته ډېره پاملرنه کړې ده. افغانان د چین د دغو کړنو مثبته ارزونه کوي. د افغانستان د پښتو ټلويزيون رئيس نور رحمان لېوال وويل، چې مونږ د چین د حکومت له مرستو او همکاريو څخه مننه کوو او خوشحاله يو، چې چين خپل ګاونډي ته پاملرنه کوي. مونږ د افغانستان لپاره د چين د حکومت دريځ چې درې درناويو او درې هېڅکله تر سرليک لاندې اعلان شوې خبرې ستاينه کوو. درې درناوي معنی دا ده چې چين د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا، د افغانستان د خلکو سياسي او ټولنيزو غوښتنو، دود او دين ته درناوى کوي. دغه راز چین وايي چې هېڅکله به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، په افغانستان کې به يوازې د چين ګټو پسې نه ځي او د چين د اغيز لپاره به کار نه کوي. دغه دریځ د ستاينې وړ دی.

ده وویل، چې د چین په شمول د غونډې ګډونوالو ته مو پيغام دا دی، چې د یو ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره  له افغانستان سره مرسته وکړي، چې د افغان ولسونو ته د منلو وړ وي.

Previous Post

روسیې بیا پر اوکراین بریدونه ډېر کړي

Next Post

ایران: له افغانستان سره د مرستو لپاره دې يو سيمه ييز ميکانيزم جوړ شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ایران: له افغانستان سره د مرستو لپاره دې يو سيمه ييز ميکانيزم جوړ شي

ایران: له افغانستان سره د مرستو لپاره دې يو سيمه ييز ميکانيزم جوړ شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کرزی: سرپرست حکومت دې په خپلو وروستیو پرېکړو له سره غور وکړي

کرزی: سرپرست حکومت دې په خپلو وروستیو پرېکړو له سره غور وکړي

دسمبر 28, 2022
وزیرستان کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

نړیوال شنونکي: واک ته د ا.ا رسېدو پاکستاني طالبان او بلوڅان لا زړور کړي

فبروري 23, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved