د هندي پوهنتونونو افغان محصلین وایي هند دې د تحصیل د ادامې لپاره ویزې ورکړي. هغه افغان محصلین چې په هند کې په بېلابېلو بورسیو کې په زده کړو بوخت دي وایي چې له یوه کال راهیسې یې په زده کړو خنډ او ځنډ رامنځته شوی دی او هندي لوري یې ویزې لغوه کړې دي. دوی وایي چې ددې محصلینو شمېر شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو ته رسېږي او تمه لري چې هند یې ژر تر ژره ستونزه حل کړي. افغان محصلین وایي چې په هند کې یې زده کړې روانې دي او ځینې خو آن داسې هم دي چې ټولګیوال یې له پوهنتون فارغ شوي دي، خو دوی تر اوسه نه دي توانېدلي چې ویزې واخلي او خپلو ټولګیو ته حاضر شي.












