چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

افغان کډوال باید په نړیواله ټولنه کې د درناوي مستحق وبلل شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 7, 2024
in تبصرې
0
افغانستان د اقلیمي بدلونونو سختو ننګونو کې ګیر هیواد؛ د حکومت او نړیوالو مسوولیتونه څه دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په دې وروستیو کې د جرمني، ترکیې او ځینو نورو اروپايي هیوادونو لخوا د افغان کډوالو په زوره ایستلو یوه جدي اندیښنه راپورته کړې ده. په داسې حال کې چې افغانستان کې هم ستونزې او ننګونې په بشپړه توګه لا نه دي ‌حل شوې او هره ورځ له دغه هیواد ګڼ وګړي د اقتصادي ستونزو له امله خپل هیواد پریږدي، خو دغه هیوادونه د خپلو پولو څخه افغان کډوال په زوره باسي. دغه اقدام نه یوازې بشري حقوق تر پښو لاندې کوي، بلکې د هغو کډوالو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کوي چې د خپل هیواد د بدو حالاتو له امله اړ شوي تر څو خپل وطن پریږدي.
د افغانانو مهاجرت یوه تراژیدي ده چې له څو لسیزو راهیسې دوام لري. د جګړو، فقر، او سیاسي ناورینونو له امله افغانانو نورو هیوادونو ته پناه وړې ده. نړیوال قوانین او کنوانسیونونه، لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون، ټول دولتونه مکلف کوي چې د کډوالو د بشري حقوقو ساتنه وکړي. کډوال باید په داسې حالت کې په زور ونه ایستل شي چې ژوند یې په خطر کې وي یا یې د هیواد شرایط داسې وي چې بیرته ستنېدل یې غیر عملي وي.
اوس مهال افغانستان د اقتصادي ستونزو، د کار د نشتوالي، او زیربناوو د کمزورتیا له امله په ستونزو کې راګیر دی. په داسې حال کې چې زرګونه ځوانان بېکاره دي او زیات شمېر خلک له نړیوالو مرستو پرته ژوند نه شي کولی، د کډوالو په زوره ایستل د بشري فاجعې لامل ګرځېدلی شي. له افغانستان څخه وتلي کډوال په هغه هیله وتلي چې په نورو هیوادونو کې امن او د ژوند امکانات پیدا کړي، خو بیرته افغانستان ته د ستنېدو معنی دا ده چې دوی به بیا له هغو ستونزو سره مخ شي چې له امله یې اړ شول وطن پرېږدي.
د کډوالو په زوره ایستل نه یوازې د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی، بلکې د بشري کرامت او حقوقو سرغړونه هم ده. دا هیڅ یو هیواد ته په کار نه ده چې هغه خلک چې پناه یې اخیستې، بیرته په زور ستانه کړي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې هغوی په خپل هیواد کې هوسایي نه احساسوي. په ځانګړي توګه اروپايي هیوادونه چې د بشري حقوقو ساتنه د خپلو ارزښتونو یوه برخه ګڼي، باید د افغان کډوالو په وړاندې خپل دریځ بیا له سره وڅېړي.
نړیوال بشري سازمانونو، په ځانګړي ډول د کډوالو د چارو نړېوال سازمان، د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقوقو مدافع ډلو ته په کار ده چې په دې تړاو خپل غږ پورته کړي. د افغان کډوالو ستونزې باید په نړیواله کچه جدي ونیول شي او د دوی سره د انسانیت په چوکاټ کې مرسته وشي. نړیواله ټولنه باید په هغو هیوادونو فشار راوړي چې د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې بې مسئولیته چلند کوي، تر څو بشري حقوقو ته زیان ونه رسیږي.
د کډوالو د بشري حقوقو ساتنه او احترام یوه نړیواله وجیبه ده چې ټول هیوادونه یې په وړاندې مسئولیت لري. له افغانستان څخه وتلي کډوال په یو بې سرنوشت حالت کې دي، او که چېرې دوی په زوره ستانه شي، نو دا به د بشري ناورین یوه بله بڼه رامنځته کړي. جرمني، ترکیه او نور هیوادونه باید د افغانستان موجوده وضعیت ته په درناوي او پوره درک سره عمل وکړي، او د بشري حقوقو له ماتې نه ډډه وکړي. نړیوال سازمانونه باید د کډوالو د وضعیت په اړه جدي اقدام وکړي او د افغانانو سره مرسته وکړي ترڅو په خپله خوښه د یو امن او هوسا ژوند فرصتونه ترلاسه کړي.

Previous Post

موټر چلوونکي: د مالیاتو له کمښت سره بیا هم د تېلو بیې لوړې دي

Next Post

شي جين پينګ د مرکزي افريقا، جنوبي سوډان، ګامبيا، سوډان او ماداګاسکار له مشرانو سره وکتل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
شي جين پينګ د مرکزي افريقا، جنوبي سوډان، ګامبيا، سوډان او ماداګاسکار له مشرانو سره وکتل

شي جين پينګ د مرکزي افريقا، جنوبي سوډان، ګامبيا، سوډان او ماداګاسکار له مشرانو سره وکتل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پکتیا کې د ۷ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

پکتیا کې د ۷ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

جون 12, 2024
د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

جون 7, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved