پکتیکا ته له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال د پاکستان حکومت له ظلمونو سر ټکوي او وایي، چې نړیوالې مرستندويې ټولنې دې د دوی لاس نیوی وکړي. دغه ولایت ته راکډه شوي کډوال وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو لوټل، شکنجه کول او په جبري توګه یې هېواد ته ستنول ټول هغه څه دي، چې نړۍوال بشر پالوونکي تر سوال لاندې راولي. دوی له نړیوالو مرستندویه ادارو د لاسنیوي هیله ښيي. بل لور ته په پکتیکا کې د راستنېدونکو کډوالو رییس هم دا غوښتنه کوي، چې د کډوالو نړۍواله اداره او اړوند همکار بنسټونه دې، په پکتیکا کې هم دې برخې ته اړینه پاملرنه وکړي.












