په افغانستان کې وروستیو جګړو او تاوتریخوالي د سولې لپاره د خلکو هیلې کمې کړې دي. الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې ویلي چې د سولې له مذاکراتو سره هممهاله طالبانو په افغانستان کې په بېلو ولایتونو کې خپل تاوتریخوالی ډېر کړی دی. د سرچینې په خبره طالبانو په دې موده کې په کندهار، هلمند، فراه، بدخشان، کندوز او نورو ولایتونو کې سختې جګړې کړې دي او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی. سرچینه کاږي چې د تاوتریخوالي ډېرېدو سولې ته د خلکو هیلې کمې کړې دي او په دې باور دي چې ښایي جګړې تر ډېره ادامه پیدا کړي. د طالبانو ویاند ډاکټر نعیم بیا ویلي چې دوی نوي عملیات نه دي کړي، بلکې هغه سیمې یې بېرته نیولې چې ددوی تر کنټرول لاندې وې. الجزیره وایي که بین الافغاني خبرې ژر یوې پایلې ته و نه رسېږي نو ښایي د جګړې میدان تود خو د خبرو میدان سوړ شي.












