افغانانو روان اختر په بېوزلۍ او لوږه کې پيل کړی. الجزیرې انګلیسي له کابل په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې تېره ورځ د اختر لومړۍ ورځ و لمانځل شوه، خو زرګونه افغانان تر اختر ډېر د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په لټه کې وو.
سرچینې ویلي چې دمګړی د افغانستان نوي سلنه وګړي له لوږې، بېوزلۍ او بېکارۍ سره لاس او ګریوان دي له همدې امله د اختر په خوشالۍ نه دي پوهېدلي. په راپور کې راځي چې د اختر په لومړۍ ورځ هم ګڼ افغانان په بازارونو کې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د کار په لټه کې وو.
سرچینه کاږي چې افغانستان کې د پخواني حکومت له ړنګېدو سره سم زرګونه کسان بېکاره شوي، چې هره یوه ته یې لږ تر لږه د لس کسیزې کورنۍ مسوولیت ور تر غاړې دی، له همدې امله په دغه هېواد کې لا ډېرو اقتصادي مرستو او همکاریو ته اړتیا لیدل کېږي.











