متحده عربي اماراتو او بحرين، افغانستان کې په غيردولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار ځنډولو پر پرېکړې نیوکې کړې وايي، دغه کار به په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو چارې اغېزمنې کړي. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ او سیاسي چارو مرستيالې لانا ذكي نسيبې نن په دې اړه په خپل ټويټر کې ليکلي دغه پرېکړه په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو هڅې له خنډ سره مخ کوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په ټولنه کې تر ټولو ډېر کمزوري وګړي ترې اغېزمنېږي. هغې زياته کړې، د افغانستان شاوخوا درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري او نږدې شپږ میلیونه وګړي د لوږې له خطر سره مخامخ دي. دغه راز بحرین هم په دې اړه غبرګون ښودلی او د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې یې راغلي یاده پرېکړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۶۱۵ پریکړه لیک خلاف ده او خلکو ته د مرستو رسولو بهیر پر وړاندې خنډ ګرځي. تر دې وړاندې هم په کور دننه او بهر پر یادې پرېکړې نيوکې شوې دي.












