چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

امربالمعروف وزارت، پخوانۍ تجربې او نوی تصویر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 3, 2022
in تبصرې
0
امربالمعروف وزارت، پخوانۍ تجربې او نوی تصویر
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 په دې وروستیو کې د امربالمعروف وزارت له خوا ځینې توصیې او غوښتنې لانجمنې شوې دي. که څه هم د وزارت چارواکي وايي چې دا حکمونه نه دي،‌ بلکې توصیې دي او که یې څوک مراعات نه کړي، جزا به نه ویني، خو ځیني کسان وېره لري چې ښايي امارت په دې چاره کې جدیت وکړي. د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څه کوي او ایا د پخوان‍ي امارت تجربې بیا تکرارېږي؟

له ۲۰۰۱ کال وړاندې د اسلامي امارت واکمني ډېره تونده او جدي وه، خو تر ټولو توند، جدي او حتی افراطي چلند د امربالمعروف له خوا کېده. امربالمعروف هغه وخت ډېر زیات خلک وهلي او بندي کړي دي. دوی به په وړو خبرو خلک وهل، رټل او بندي کول. د ږیرې د پوره خریلو خبره خو بیخي جدي وه، خو که به چا د ږیرې د وېښتانو سرونه هم پرې کړې وو، امربالمعروف به ورته غبرګون ‍ښود او خلک به یې وهل. له چادري پرته د ښځو وهل او نور ډېر واړه مسایل یې جدي ګڼلي وو. له ۲۰۰۱ کال وړاندې ولس تر بل هر چا ډېر له دې ادارې په تکلیف و او له همدې امله یې له امارت سره فاصله ونیوله.‌ له ۲۰۰۱ کال وروسته د اسلامي امارت چارواکو منله چې امربالمعروف اداره یې سمه نه وه، خلک یې په ناحقه وهل او بندي کول او دې ادارې د اسلامي امارت په بدنامۍ او له امارت د خلکو په لرې کولو کې اساسي رول لوباوه. آن وروسته د امارت چارواکو دا هم منله چې دې ادارې چې څه کول، اسلام هم د داسې کار اجازه نه وه ورکړې او دا داسې کار و چې نه یې په اسلامي تاریخ کې بېلګه وه او نه هم ر‍ښتینو دیني عالمانو تاییداوه.

اوس چې کله بیا د امربالمعروف ادارې نوم اخیستل کېږي، نو د خلکو ذهنونو ته همغه پخوانۍ کیسې ورځي، خو دا ځل امربالمعروف تر هغه متفاوت ښکاري. تر اوسه ددغه وزارت له کړنو ښکاري چې دوی نه غواړي پخوانۍ تجربې تکرار کړي او دا ښه ګام دی. ددې مانا دا نه ده چې امربالمعروف او نهی عن المنکر باید ونه شي، دا باید وشي، خو نه یوازې معروف او منکر باید واضح وي، بلکې د کار طریقه هم باید له اسلامي اصولو سره سمه وي او له حکمته پکې کار واخیستل شي. هغه مسایل باید جدي ونیول شي چې اسلام جدي ګڼلي دي او هغه مسایل باید جدي ونه ګڼل شي چې اسلام جدي نه دي ګڼلي. تر اوسه چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څه کوي تر ډېره سم دي، خو په ځینو مسایلو کې ښکاري چې د تجربې نه لرلو له امله کله داسې ګامونه پورته کړي چې بېرته خپله وزارت ته سرخوږی جوړ کړي او یا یې هم مخالفین د وزارت پر ضد د تبلیغ لپاره کاروي. له همدې امله په هر ګام کې باید پوره احتیاط وشي او په پوره حکمت سره مخ ته ولاړ شي.‌ تر دې مهمه دا ده چې امربالمعروف او نهی عن المنکر تر ډېره له چارواکو سره وشي، ځکه خلک چارواکو ته ګوري او همغسې ځان برابروي.

په ټوله کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر اوسه پورې پخوانۍ ترخې تجربې نه دي تکرار کړي‌ او تمه ده چې تکرار یې نه کړي. ددغه وزارت کارونه که له یوه اړخه مهم دي‌ او باید ښه مخ ته ولاړ شي، له بله اړخه تل باید پکې حکمت له پامه ونه غورځول شي.

Previous Post

امریکا اوکراین ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی

Next Post

سناتوران: ټرمپ باید سپینې ماڼۍ ته له تګ محروم شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سناتوران: ټرمپ باید سپینې ماڼۍ ته له تګ محروم شي

سناتوران: ټرمپ باید سپینې ماڼۍ ته له تګ محروم شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له پاکستان او ایرانه له درې نیم زره ډېر کډوال هېواد ته راستانه شول

له پاکستان او ایرانه له درې نیم زره ډېر کډوال هېواد ته راستانه شول

جون 10, 2024
ډاریو فو

ډاریو فو

فبروري 16, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved