چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکا د خپلو ملګرو پټې خبرې هم غلا کوي؟

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 3, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکا د خپلو ملګرو پټې خبرې هم غلا کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په دې ورځو کې يو خبر په اروپا حتی ټوله نړۍ کې زياته پاملرنه راجلبوي کوم چې د ډانمارک رسنيو په قول د امريکا د دولتي امنيت ادارې تل د ډانمارک له استخباراتي څانګې سره په همکارۍ د جرمني صدر اعظمې انګيلا ميرکل په شمول خپل اروپايي ملګري څارلي. په داسې حال کې د امريکا او اروپايي هېوادونو ترمنځ متقابل باور مخ په کمزورېدو دی او د دوی اړيکو ته هم ستر زيانونه رسېدلي دي.

ډانمارک په شمالي اروپا کې واقعی دی چې جنوب يې له جرمني سره ګډه پوله لري، په شمال کې ناروی او سويډن ته سمندر دی. د هالنډ، برېتانيا، ناروی، سويډن او جرمني ترمنځ د سمندري کېبل د نښلولو څو مهم مرکزونه د ډانمارک په دننه جوړ شوي دي. د ډانمارک د راډيويي خپرونې شرکت او د سويډن، ناروی، جرمني او فرانسې رسنيو په ۲۰۱۵ کال کې د ډانمارک د ملي استخباراتي ادارې په اړه يو پلټنيز رپوټ بشپړ کړ. د دغه رپوټ له مخې، د امريکا د ملي امنيت ادارې د ډانمارک له ملي استخباراتي ادارې سره په همکارۍ د دغه هېواد په انترنيټي شبکه کې مهمه ډېتا تر لاسه کړي او له دې لارې د ځينو اروپايي هېوادونو لوړ پوړي چارواکو خبرې په پټه توګه اوري او څاري، د مثال په توګه د جرمني صدر اعظمې انګيلا ميرکل، د جرمني ولسمشر او هغه وخت خارجه وزير سټېنمېر او د فرانسې، سويډن او ناروی مشران. د خبر له مخې، د امريکا د دولتي امنيت ادارې نه يوازې د خپلو ملګرو د موبايل لنډ پيغامونه او تليفوني خبرې غلا کوي، بلکې پر انترنيټ د دوی د موندلو معلومات او د چېټ ريکارډ هم تر لاسه کوي.

د جرمني صدر اعظمې انګيلا ميرکل او د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د مې په ۳۱مه نېټه په يوه ګډه خبري ناسته کې څرګنده کړه، د امريکا د دولتي امنيت ادارې د ډانمارک د ملي استخبارتي ادارې په همکارۍ سره د خپلو ملګرو هېوادونو مشران څاري او د دوی خبرې يې په پټه توګه اوري. د خپلو ملګرو پر ضد د امريکا دغسې کړنې د منلو وړ نه دي. نو ځکه جرمني او فرانسه له امريکا او ډانمارک څخه غوښتنه کوي چې په دې اړه مناسب توضيحات وکړي. د جرمني صدر اعظمې انګيلا میرکل زياته کړه چې جرمني او فرانسې ډېر وړاندې د خپلو خبرو د پټ اورېدو په اړه د امريکا د دولتي امنيت له ادارې سره تماس نيولی او د جرمني اړونده رويه هېڅکله نه ده بدل شوې. هغې باور وښود چې امريکا به د ملګرو ترمنځ د متقابل باور پر بنسټ اړوند معلومات برابر کړي.

ناروی او سويډن هم پر ډانمارک غږ کړی چې بايد دې خبر ته غبرګونونه وښيي. د سويډن د ملي دفاع وزير د ټولو اړوندو معلوماتو د تر لاسه کولو غوښتنه وکړه. د ناروی د ملي دفاع وزير په دې اړه خپله جدي رويه هم څرګنده کړې ده.

امريکا تل د انترنيټي امنيت ساتونکي په توګه ځان بولي، خو په حقيقت کې تل د خپلو اروپايي ملګرو پر ضد جاسوسي فعاليتونه کوي. دغه هېواد چې آن د خپلو ملګرو خبرې په پټ ډول اوري، د نورو څارنه به و نه کړي؟

په ۲۰۱۳ کال کې د امريکا د دفاعي چارو په مسؤل يو شرکت پخواني کارکوونکي سنوډن رسنيو ته د امريکايي حکومت لخوا د کورني او بهرني تليفوني شبکې او انترنيټي مخابراتو د څارنې په اړه زيات معلومات افشا کړل چې د نړيوالې ټولنې د حيرانتيا سبب ګرځېدلی دی.

تر دې وروسته په ۲۰۱۵ کال کې د ويکيليکس(Wikileaks) په نوم ويسايټ خبر ورکړ چې د امريکا د دولتي امنيت ادارې په وار سره په پټ ډول د فرانسې د ۳ تنو ولسمشرانو ياک شيراک، نيکولا سرکوزی او فرانکويس اولاند خبرې اورېدلې او ترې يې يو شمېر مهم استخبارات لاسته راوړل.

سياسي شنونکي په دې اړه داسې نظر لري چې امريکا په دوامداره توګه د خپلو اروپايي ملګرو څارنه کوي او غواړي چې ترې خپل تسلط او باداري وساتي. دا به د امريکا او اورپا ترمنځ د اړيکو د اعاده کېدو په لار کې خنډونه واچوي او د دوی ترمنځ تضادونه ممکن نشي حل کېدای.

Previous Post

Next Post

برېټانیا: د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
برېټانیا: د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوو

برېټانیا: د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د امریکا مرستیال ولسمشر؛ جې ډي وېنس په رسمي سفر اسراییل ته تللی

د امریکا مرستیال ولسمشر؛ جې ډي وېنس په رسمي سفر اسراییل ته تللی

اکتوبر 21, 2025
بنګله دېش کې د روانو لاریونونو پرمهال ۳۲ کسان وژل شوي

بنګله دېش کې د روانو لاریونونو پرمهال ۳۲ کسان وژل شوي

جولای 19, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved