چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکا د شرم په نوم څه نه پېژني

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکا د شرم په نوم څه نه پېژني
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

امريکا به د ډسمبر پر نهمه نېټه د ډيموکراسۍ سرمشريزه تر سره کړي او غواړي چې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د استبدادۍ او فساد ضد د مقاومت او مبارزې، د بشري حقونو په باب بحثونه وکړي. خو امريکا تل د ډيموکراسۍ په پلمه پر ځينو هېوادونو تېری کړی او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کړې ده .نو همداسې امريکا وړتيا نه لري چې د ډيموکراسۍ په نوم ياده سرمشريزه جو‍‍ړه کړي. نه یوازې ګڼ شمېر هېوادونه د امریکا له خوا د ادعا شوې ډيموکراسۍ‌ ‌په اړه شک لري، بلکې امريکايان هم پر دې شکمن دي.

د نيویارکر(New Yorker)په نوم د دغه هېواد مشهورې مجلې په دې اړه هم شک لري او په خپله مقاله کې یې د امريکا له حکومت څخه پوښتنه ک‍‍ړې چې ايا زمونږ ډيموکراسي دوام کولای شي؟ په دې اړه د چين د ميډيا ګروپ خبريالې په دې وروستيو کی د افغانستان د ازمون راډيو له ريس شريف الله سروي سره مرکه وکړه. هغه وويل چې د امريکا دولت د شرم په نوم څه نه پيژني او د امريکا له دغې کړنې څخه د دې هېواد رياکارانه څېر ښکاري.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په تېرو څو لسيزو کې افغانستان کې د امريکا له خوا پیل شوې جګړې ډېرو افغان ملکيانو ته زيانونه رسولي، چې څو لسګونه زره افغان وګړي وژل شوي، ګڼ شمېر يې بې کوره او کډوال شوي دي. امريکا د ډيموکراسۍ په پلمه پر افغانستان يرغل کړی او د افغانانو حقونو يې تر پښو لاندې راوستل. ښاغلي سروي وويل د امريکا دولت د شرم په نوم څه نه پېژني، بلکې د ډيموکراسۍ په نوم د افغانستان په شمول د سيمې په هېوادونو کې خپل نظامي حضور پياوړی کوي. د هغه په خبره د نړۍ په نقشه کې امريکا د ويروس شکل اختيار کړی چې په جنګي، اقتصادي او تروريزم پالو ډلو د ځپلو په نوم يې د سيمې هېوادونه مستعمره کړي دي. امريکا په تېرو شلو کلونو کې د ډیموکراسۍ په پلمه افغانستان ويجاړ کړی او ولس یې په ذهنې لحاظه شکنجه کړی. دوی په افغانستان کې د تروريزم په نوم د ډلو ټپلو مرکز جوړ کړی تر څو له همدغو ډلو څخه په استفادې د سيمې هېوادونه خصوصآ چين، روسيه او ايران زيانمن کړي. نو په افغانستان کې د امريکا له خوا اجرا شوې ډيموکراسۍ ناوړه موخه درلوده.

ډيموکراسي د ټولو انسانانو ګډ ارزښت ګڼل کيږي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو حق دی. خو د ډیموکراسۍ د تر لاسه کولو لاره چاره په هر هېواد کې بېله ده .د هر يو هېواد ډيموکراتيک نظام بايد د دې هېواد د خلکو له خوا وټاکل شي. په دې هکله ښاغلي سروي وویل چې امريکې په افغان خاوره کې غربې ډيموکراسي پلې کوله، خو په تېرو څو لسيزو کې بريالۍ نه شوه. د امريکا ډيموکراسي د افغانانو له ډيموکراسۍ سره فرق لري ځکه مونږ مسلمانان ځان ته ازادي او مقررات لرو، د دوی ډيموکراسي زمونږ له کلتور سره سمون نه لري او د مسلمانانو لپاره مناسبه نه ده. اوس افغانستان له سخت پولي وضعيت سره مخ دی، خو امريکا لا هم را باندې پولي بنديزونه لګولي او افغان ملکيان یې زيانمن کړي دي، نو زما په اند د امريکا دا ډول ډيموکراسي رياکارانه ده.

د امريکا د  ظالمانه ډيموکراسۍ په پرتله د چين ډيموکراتيک نظام تل د خلکو ګټو ته ارزښت ورکړی او کوي یې، د نورو هېوادونو درناوی لري او تل ور سره همکارۍ غواړي. ښاغلي سروري د مرکې به ترڅ کې د چين د ډيموکراسۍ په هکله داسې وويل (چين د اوسنۍ نړۍ د پرمختګ سمبول دی او دغه پرمختګ د سيمې هېوادونو ته د سالم سياست له لارې د پرمختګ زېری دي). هغه سپارښتنه کړی، که د نورو هېوادونو حکومتونه د چين له ډيموکراتيک نظام  څخه ښې تجربې زده کړي، نو نړۍ به د امريکې له ظلم او مستعمرې څخه خلاصه کړي.

Previous Post

محکمې سان سوچي په څلور کاله زندان محکومه کړه

Next Post

ا.ا د ځنګلونو ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ا.ا د ځنګلونو ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړوي

ا.ا د ځنګلونو ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Free Spin On Registration New Zealand

سپتمبر 8, 2025
وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو وزير سره ټېليفوني خبرې وکړې

وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو وزير سره ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 11, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved