وروسته تر هغه چې له افغانستان څخه بهر ته ځانګړې توګه پاکستان ته د ځنګلونو د قاچاق خبرونه ورکړل شول، د افغانستان ا.ا ویلي چې دوی د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړوي. کورنیو چارو وزارت د یاد خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې دغه وزارت په پلان کې لري چې د ځنګلونو د ښې ساتنې لپاره د (زغونه قطعې) په چوکاټ کې ځواکونه ځای پر ځای کړي څو وکولی شي د ځنګلونو د غیر قانوني وهنې او قاچاق مخه ونیسي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته له کونړ ولایت څخه پاکستان ته د لرګیو د قاچاق ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو توند غبرګونونه راوپارول خو ا.ا وویل چې شوې ویډیو اوسنۍ نه ده.












