د امریکا د استخباراتو ريیسانو د کانګریس له مشرانو سره پټ معلومات شریک کړل. دوی دا معلومات وروسته له دې شریک کړل چې د کانګرس مخکښو غړو د روسیې له لوري طالبانو ته د امریکايي ځواکونو د وژلو په وړاندې د انعام ورکولو د راپورونو په اړه د استخباراتي معلوماتو غوښتنه وکړه. د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې ريیسې ګینا هاسپیل او د امریکا د ملي استخباراتو د ريیس جان راتکلیف په ګډون لوړپوړو استخباراتي چارواکو د کانګرس ۸ مخکښو غړو ته د بندو دروازو ترشا معلومات ورکړل. د کانګرس په هغو غړو کې چې په دې اړه معلومات ورکړل شول، د استازو جرګې رييسه نانسي پلوسي، د سنا جرګې د اکثریت مشر میچ مکنل او د دیموکرات او جمهوریپال ګوندونو څو مخکښ مشران شامل وو. سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ټرمپ ته د استخباراتو له لوري په دې اړه څه نه و، ویل شوي چې روسان په افغانستان کې د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعام ورکوي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې روسانو له طالبانو سره مالي او پوځي مرسته کړې ده.











