امریکا وايي له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي. امریکايي رسنیو ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ديپلوماتانو خپلې هڅې پيل کړې څو طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي. یوه امریکایي ديپلومات د نامه نه ښودو په شرط د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته ویلي، امریکا دې ته لېواله ده چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي. دده په خبره دوی له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي او تر څنګ یې هر ډول فشار ته هم تیار دي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته راغلی و او دلته یې د خبرو له لارې د جګړې پر درولو ټینګار کړی و.












