یوې امریکايي رسنۍ (NPR) په خپل یوه راپور کې ویلي، چې ټولو لوړپوړو امریکایي چارواکو په خپلو څرګندونو کې له افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه کړې ده خو دغه ملاتړ یې واضح کړی نه دی. سرچینه کاږي سره له دې چې افغان ځواکونه د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري خو په دې برخه کې د ملګرو هېوادونو د ملاتړ واضح ژمنه نشته ده. دغه رسنۍ وايي د ملاتړ په برخه کې د ابهام موجودیت افغانانو په تېره افغان پوځیانو ته اندېښنې پیدا کړې دي او نړیوالو ته په کار ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغان حکومت او افغان پوځ سره واضح او د عملي کېدو وړ ژمنې ولري.










