یو شمېر امریکایي سناتوران وایي له افغانستان د امریکايي ځواکونو بشپړ ایستل ګټور اقدام نه دی. دغه سناتورانو د امریکا استخباراتي او امنیتي ادارو ته په یو یوه لیک کې لیکلي دي چې ټرمپ دې په دې بېړني اقدام سره امریکا او امریکایي وګړو ته خطرونه نه جوړوي. له دې ډلې سناتورانو یوه یې آنګوس کینګ فارین پالیسي ته ویلي دي امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر لګولي دي او هلته یې تر سلو زرو ډېر سرتېري لرل نو اوس په محدود شمېر عسکرو هر څه نه شي کنټرولېدی. دده په خبره په افغانستان کې لا هم د القاعده شبکې او حقاني د وسله والو خطر موجود دی. هغه افغان حکومت هم کمزوری یاد کړی او په خبره یې دوی به و نه شي کړی چې د شته ګواښونو پر وړاندې اړینه مبارزه وکړي.











