د امریکايي کانګرېس هغه پلاوي د شاهدانو اورېدنه پیل کړې، چې له افغانستانه د امریکا د وتنې د ادعا شوي ناسم مدیریت په تړاو پلټنې کوي. په دې لړ کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه مخکيني غړي ویلي، چې د کابل د هوايي ډګر هغه ځانمرګی بریدګر یې له بریده څو ساعته مخکې لیدلی و، چې وروسته یې په چاودنه کې ۱۷۰ کسان ووژل، خو په وینا یې پوځیانو ته د هغه د ویشتلو اجازه نه وه ورکړ شوې. د کانګرېس د پلاوي مشر په دې تړاو ناستې ته ویلي، چې په افغانستان کې چې څه پېښ شول، د هغه په ټکو، د امریکا د ټول مرکزي حکومت ناکامي وه. د امریکايي سمندري پوځ یوه پخواني افسر چې په افغانستان کې سخت ټپي شوی و، د کانګرېس پر وړاندې د شاهدۍ پر مهال له افغانستانه وتل یو ”ناورین ” وباله.
بریدمن وارګاس – اندریوس له یو شمېر هغو امریکايي پوځیانو یو و چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶ د کابل هوايي ډګر امنیت ساتنې مسوولیت ورسپارل شوی و. زرګونه امریکايي ځواکونه په کابل هوايي ډګر کې ځاي پر ځای شوي وو چې د خلکو ایستلو په چاره کې مرسته وکړي. دا هغه ورځ وه چې له همدې ډګره بهر ته د تلونکو افغانانو په منځ کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول. په هغه پېښه کې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځيان وژل شوي وو. بریدمن وارګاس – اندریوس شاهدي ورکړه چې ده او نورو پوځیانو ته د برید احتمالي ګواښ په هکله استخباراتي معلومات رسېدلي وو او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یې مشکوک بریدګر لیدلی و. ده وویل، خپلو افسرانو ته یې په دې هکله ویلي و او د فعالیت اجازه یې غوښتې وه، چې نه وه ورکړل شوې. ده په ډېر احساساتي ډول شاهدي ورکړه چې له چاودنې سره له ځمکې پورته شوی و او کله چې یې سترګې پرانیستې، نو په شاوخوا کې یې ملګري یا مړه او یا هم بې هوښه پراته وو. بریدمن وارګاس – اندریوس له افغانستانه وتل یو ”ناورین ” وباله او زیاته یې کړه: ”د بې پروايي او نه احتساب یو داسې حال و، چې هېڅ توجیح نه لري. د هغو ټولو څېرې مې تر سترګو، سترګو کېږي چې موږ و نه شو کولای ویې ژغورو. ”











