یوه امریکایي رسنۍ وایي چې د تېرې اوونۍ د سه شنبه په ورځ د امریکایي پوځ ۱۵۰ ساتونکي چې په افغانستان کې په دنده بوخت وو خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. د مېډسن په نامه دې امریکایي رسنۍ په خپل راپور کې ویلي، د متحده ایالاتو د اردو د درېیمې امنیتي لېوا دې سرتېرو په افغانستان کې د امریکایي سلاکارانو، نورو ایتلافي ځواکونو او قرارداديانو د امنیت دنده پر غاړه لرله چې د تېرې سه شنبې په ورځ د ډین کاونټي سیمه ایز هوایی ډګر کې یې کورنیو هرکلی وکړ. امریکایي چارواکو په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.












