امریکا افغانستان ته درې میلیون دوزه د کرونا ضد واکسین ورکوي. د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیالې کرین ژاین ویلي چې دا واکسین به راتلونکې اوونۍ افغان حکومت ته وسپارل شي. ژاین ویلي چې متحده ایالات به د افغانستان سره د اکسیجن مرسته هم وکړي. په افغانستان کې د کرونا وبا د پېښو تر ډېرېدو وروسته په روغتونونو کې اکسیجن هم کم شوی. افغانستان ته د دې درې میلیون دوزه واکسین ورکول په داسې حال کې اعلانیږي چې دا هېواد د کرونا وبا د درېیمې څپې سره لاس او ګریوان دی او د افغانستان کمزورې صحي زیربنا د کرونا وبا ټولو ناروغانو ته لازم روغتیایي خدمات نشي وړاندې کولی.












