په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن او د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن په بغلان کې د ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید غندلی او دا یې وحشتناکه پېښه بللې ده. د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن پر خپل ټویټر لیکلي، ماین پاکان تر زړورو زړور کار کوي، دوی افغانستان کې سوداګرۍ، بزګرۍ او له وېرې خوندي ژوند ته زمینه برابروي، پر دوی برید وحشتناک او نه بښل کېدونکی عمل دی. په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلسن ویلي، دوی له دې وحشته ټکان وخوړ، دا زړه دردوونکی خبر دی. نوموړې د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی دی چې په پوره پاملرنې باید د سولې خبرې روانې وساتل شي.











