امریکا وایي له افغانستان په ایستلو وګړو کې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ماشومان دي. په امریکا کې د کډوالۍ په برخه کې د لوتران په نامه د خدماتو د وړاندې کولو یوه بنسټ ویلي چې له افغانستان زرګونه کسان ایستل شوي، په دې ډله کې یې شاوخوا ۴۰ سلنه داسې ماشومان دي چې د سرپرستان نه لري او یا یې د کورنۍ مشران ورسره نشته دي. دغه بنسټ وايي چې دوی دمګړی د دغه ماشومانو لپاره د نوو کورنیو د پیدا کولو په لټه کې دي. بلخوا د امریکا ددفاع وزارت هم وایي چې په ایستل شوو وګړو کې شاوخوا نیمايي یې ماشومان دي. امریکا وایي لسګونه زره افغانان یې د اګسټ له څوارلسمې وروسته ایستلي دي او دا لړۍ ادامه لري.












