چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

امریکا ته د حکومتي مشرانو د سفر پایله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 27, 2021
in تبصرې
0
امریکا ته د حکومتي مشرانو د سفر پایله
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د اشرف غني او ډاکټر عبدالله له لیدنې وروسته ویل شوي، چې دواړو اړخونو پر روان وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو او سوله خبرې کړې دي. افغان چارواکي وايي، امریکا ډاډ ورکړی چې د ځواکونو له وتلو سره سره به له افغانستان سره مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي. د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د اقتصادي، سیاسي او بشري حقونو په برخه کې د مرستو دوام د بایډن ژمنې ګڼل شوې دي. ولسمشر غني وايي د ۲۰۲۲ کال لپاره د امریکا ۳.۳ میلیارده ډالره نظامي مرسته، د افغانستان اقتصادي ملاتړ او ځینې نور مسایل د دې سفر لویې لاسته راوړنې دي.

پوښتنه دا ده چې رښتیا هم د افغان چارواکو دغه سفر کومه لاسته راوړنه لرله او نوي څه پکې وو؟

د افغانستان خلکو هیله لرله چې په دې سفر کې به امریکا د افغان سولې په اړه واضح پیغام ورکړي او له دې سره به د سولې په ټپه ولاړې خبرې بیا پیل شي، خو داسې ونه شول. د امریکا له اړخه یوازې ویل شوي چې له سولې پرته بله لاره نشته، دوی یې ملاتړ کوي، طالبانو بې مانا تاوتریخوالی زیات کړی، طالبان باید په زور واک ونه نیسي، خو تر دې ور هاخوا په دې برخه کې کومه مهه خبره نه ده شوې. له همدې امله د افغانانو اساسي هیله په دې سفر کې پوره نه شوه. څه چې حکومتي مشران یې د لاسته راوړنو په توګه یادوي، لاسته راوړنې نه دي، بلکې د امریکا پخوانی دریځ او ژمنې دي چې یو ځل یې بیا افغان چارواکو ته مخامخ بیان کړي دي. امریکا پخوا ویلي وو چې دوی ځواکونه وباسي، خو سفارت او سیاسي حضور به یې په افغانستان کې دوام کوي. امریکا پخوا ویلي وو چې دوی به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي. امریکا دا هم ویلي وو چې د افغانستان لپاره د دوی نظامي بودجه په ۲۰۲۲ کال کې ۳.۳ میلیارده ډالره ده، امریکايي چارواکو دا هم ویلي وو چې دوی به له افغانستان سره په اقتصادي او نورو ملکي برخو کې مرستو ته دوام ورکړي. د امریکا دا دریځ هم ښکاره و چې دوی د طالبانو له جګړې ناراضه دي او دوی نه غواړي چې طالبان په زور واک ونیسي. دا او دې ته ورته ژمنې پخوا هم وې او دا دي یو ځل بیا یې له افغان چارواکو سره په لیدنه کې تکرار کړې. په دې برخه کې هېڅ داسې نوې خبره نشته چې موږ دې ورته لاسته راوړنه ووایو، ځکه دا هر څه له مخکې معلوم وو او داسې مهم څه نشته چې پخوا دې امریکایانو نه وي ویلي او اوس دې یې له افغان چارواکو سره ژمنه کړې وي.

د امریکا له دریځه ښکاري چې دوی په افغانستان کې نور د سولې پروسه جدي نه ګڼي او یوازې د جګړې له دوام سره مرسته کوي. امریکا غواړي چې اوسنی حکومت د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي، لږ تر لږه کابل او لوی ښارونه وساتي او نور جګړه دوام وکړي. له همدې امله په همدې حد کې د حکومت ملاتړ کوي. امریکا د افغان حکومت داسې ملاتړ نه کوي چې د طالبانو پر وړاندې پرمختګ وکړي او یا هم لږ تر لږه د طالبانو پرمختګ ودروي، بلکې یوازې لوی ښارونه او کابل باید خوندي وي. د دې تر څنګ چې دوی په نظامي برخه کې د حکومت پوره ملاتړ نه کوي، د سولې لپاره  هم نه پر حکومت او نه هم پر طالبانو فشار راوړي. له همدې امله امریکا غواړي چې جګړه دوام وکړي، خو د جګړې د دوام لپاره باید په کابل او لویو ښارونو کې د حکومت د سقوط او ماتې مخه ونیول شي او په همدې اندازه له حکومت سره مرسته کوي.

Previous Post

«با وجود گذشته ها، باز باشیم»

Next Post

بایډن: ځواکونه وباسو، افغانان دې د راتلونکي په تړاو په خپله پرېکړه وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
بایډن: ځواکونه وباسو، افغانان دې د راتلونکي په تړاو په خپله پرېکړه وکړي

بایډن: ځواکونه وباسو، افغانان دې د راتلونکي په تړاو په خپله پرېکړه وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ازبکستان افغانستان ته له ۲۹۰ ټنو ډېرې بشري مرستې استولې

ازبکستان افغانستان ته له ۲۹۰ ټنو ډېرې بشري مرستې استولې

مارچ 20, 2026

شي جين پينګ د چين د سونګ چينګ لينګ صندوق ته د مبارکۍ پيغام وليږه

مې 31, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved