امریکا وایي چې افغان جګړه یوازې د افغانانو له لوري او د دوی په مشرۍ او مالکیت د ختمېدو وړ ده. رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د افغانستان د سولې مسئلې ته کتنه کړې ده او وایي امریکا هڅه کوي د افغان جګړې د ختمولو لپاره په دغه هېواد کې یو موقت حکومت رامنځ ته کړي، اساسي قانون بدل کړي، موقت حکومت ټاکنو ته زمینه برابره کړي او وسله وال طالبان به د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د ټولو هېوادونو له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي. رویټرز همدا راز وایي چې دا یوازې یوه طرحه ده او امریکا یې عملي کول پر افغانانو جبري کړي نه دي. سرچینې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي چې دا د امریکا د نورو طرحو په څېر یوه طرحه ده او په پای کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او سولې ټول واک له افغانانو سره دی او د سولې ټوله پروسه به ددوی په مشرۍ او مالکیت مخ ته وړل کېږي.












