د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د هغو افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو بهیر چټک شوی چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو یا د امریکا د حکومت لپاره کار کړی. وزارت ویلي چې دې پروګرام ته یې امکانات نور هم ډیر کړي دي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د دې ویزو د غوښتنلیکونو د طی مراحل لپاره په واشنګټن کې د کار کوونکو شمیر ډیر شوی دی. پرایس ویلي، چې تیره میاشت د ۸۰۰۰ اضافي ځانګړو ویزو لپاره د کانګریس نه د بودیجې غوښتنه هم شوې ده. نوموړي وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په کابل کې د امریکا سفارت پرانیستی وي او په غوښتنلیکونو به کار کوي او څومره چې امکان لري دا کار به په چټکۍ تر سره کیږي.











