امریکا وايي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ په یوه اعلامیه کې راغلي چې دوی له افغانستان د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکړې ده او دمګړی د وتلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده. سرچینه کاږي چې دوی ۹۸۴ پروازونو کې خپل سرتېري او زرګونه قلم تجهیزات ایستلي دي او تر څنګ یې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ زره قلمه توکي له منځه وړل شوي دي. په دغه اعلامیه کې راځي چې دوی تر دې دمه اووه سترې نظامي اډې افغان پوځ ته سپارلې دي او د پاتې سرتېرو د ایستلو لړۍ هم دوام کوي. سینټکام داسې مهال دغه اعلامیه خپروي چې امریکایان له خپلې سترې اډې باګرام وتلي خو ویل کېږي چې شاوخوا اووه سوه امریکایي عسکر د امریکا په سفارت کې حضور لري.












