امریکا وايي د افغانستان د کنګل شویو پيسو یوه برخه ښايي د محکمو له پرېکړو وروسته د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نېټې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په ډول ورکړل شي خو وايي، تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، د طا لبانو حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره اوس مهالویش نه لري، خو غواړي له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو مخکې د طا لبانو له لورې ځیني اقدامات وویني. نوموړي وویل د طالبانو تر بیرغ لاندې افغانستان سره یې د هیواد چلند د طا لبانو په کړو، وړ پورې تړلی. وېسټ وايي چې امریکایان په افغانستان کې د روان بشري ناورین، د ښځو او لږکیو حقونو او د طالبانو د عمومي عفوې د پلې کېدو په ګډون د یو شمېر مسایلو په تړاو له هغوی سره اړیکه کې دي او خبرې ورسره کوي.










