د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړه چې ګنې د دغه وزارت چارواکو د ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د نللیکې د جوړېدو پر سر د ترکمنستان د حکومت او طالبانو د خبرو اسانتیا برابره کړې ده. په وروستیو ورځو کې د طالبانو د قطر دفتر پلاوی عشق اباد ته لاړ او پر نورو مسایلو د خبرو ترڅنګ یې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د ترکمنستان پروژو ته زیان نه اړوي او د افغانستان له لارې به د ترکمنستان د ګازو او برېښنا پروژو ملاتړ کوي. نیوزویک مجلې په یوه راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ټید پرایس له قوله ویلي چې امریکا، ترکمنستان ته د طالب پلاوي په سفر کې نه کوم رول لري او نه په دې اړه کوم ځانګړی دریځ لري چې تبصره پرې وکړي. د نیوزویک د راپور له مخې، امریکا تل د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد ملاتړ کړی خو پر دې پروژه یې هیڅکله هم پیسې نه دي لګولي.












