امریکا وايي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه اندېښنې لرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کفنرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو پر لارو چارو کار کوي.
دده په خبره دوی پوره کوښښ کوي چې ددې شتمنۍ د ازادولو په تړاو اندېښنې لرې کړي او ټول تمرکز به یې پر دې وي چې دا شتمني په خپلو اساسي برخو کې ولګول شي او تنظیم شي. هغه زیاته کړې چې د امریکا یو تخنیکي او متخصص ټیم پر دې شمتنۍ او د ازادولو پر لارو چارو یې خبرې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز وايي چې له دې کار یې موخه د اقتصادي زیربناوو ساتل او بشردوستانه مرستې دي. امریکا او افغان لوري په وروستیو کې په دوحه کې د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو خبرې کړې دي او ټاکل شوې چې ژر یوې پایلې ته ورسېږي.












