سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

امریکا لا هم په افغانستان کې د سولې په لټه کې ده؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 7, 2021
in تبصرې
0
د سولې نامعلوم برخلیک او د هدفي وژنو دوام
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی کابل ته راغلی او دلته یې له چارواکو او سیاستوالو سره خبرې پیل کړي دي. د خلیلزاد په حواله ویل شوي چې نوموړی له خپل ټیم سره راغلی چې له افغانستان سره د اړیکو او همکاریو پر نوي څپرکي خبرې وکړي. له ترهګرۍ سره جګړه، د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او اقتصادي مرستې د دې نوي څپرکې مهمې برخې ګڼل شوي دي. نوموړي له ډاکټر عبدالله سره په لیدنه کې ویلي چې د سولې د پروسې ملاتړ کوي او اوس د دې وخت دی چې دواړه لوري تاوتریخوالی کم کړي او خبرې پیل کړي.

پوښتنه دا ده چې د خلیلزاد د دې ځل ماموریت اصلي موخه څه ده او د افغانستان د سولې پروسې په اړه د امریکا دریځ څه دی؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالي او د دوحې د هوکړې په اړه د امریکا دریځ ته په کتو سره ښکاري چې امریکا اوس یوازې د خپلو ځواکونو ایستل مهم ګڼي او د افغانستان د سولې پروسې ته لېوالتیا نه لري. که څه هم خلیلزاد به د سولې شعارونه ورکوي او په دې اړه به سفرونه هم کوي، خو د امریکا له عملي سیاست څخه ښکاري چې دوی په افغانستان کې د سولې په لټه کې نه دي او غواړي چې دلته جګړه او وژنې دوام وکړي. دوی په دوو دلایلو نه غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه بریالۍ شي: لومړی دا چې که امریکا ووځي او د سولې پروسه بریالۍ شي، د دې مانا دا ده چې امریکا په افغانستان کې جنګ جوړ کړی و او چې کله امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، نو سوله راغله. امریکا نه غواړي نړۍ ته همداسې تصویر ورکړي او د افغانستان د جګړې او هلته د شوو جنایتونو پړه او مسوولیت ومني. دویم دا چې امریکا نه غواړي طالبان په داسې ډول حکومت او سیاست ته را ګډ شي چې زور او قوت ولري، ځکه دا لاره به بیا نورې جهادي ډلې هم تعقیب کړي او طالبان به ورته الګو شي. له همدې امله امریکا نه یوازې د سولې په برخه کې اساسي هڅې نه کوي، بلکې کړنې یې د جنګ او وژنې د دوام سبب کېږي.

د جګړې د دوام لپاره امریکا غواړي چې دا ځل یې سیمه‌ییز هېوادونه په افغانستان کې دنده پر مخ یوسي. غواړي له حکومت سره خپلې اړیکې وساتي، مرستې وکړي، خو اساسي کار به سیمه‌ییز هېوادونه ورته کوي. دوی غواړي هند، ایران، سعودي، متحده عربي امارات او ځیني نور هېوادونه د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي او په دې ډول حکومت له طالبانو سره جګړه پر مخ یوسي. دا چاره به د دې سبب شي چې حکومت سقوط ونه کړي، خو طالبان به نورې سیمې او آن ولایتونه هم ونیسي. په دې ډول به د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړه وي، افغانان به وژل کېږي، طالبان به خپل بهرني ملاتړي لري او حکومت به هم خپل بهرني ملاتړي ولري.

پر دې بنسټ له امریکا سره د افغانستان د سولې پلان نشته او نه هم غواړي سوله وشي. دا زموږ افغانانو مسوولیت دی چې پرې نه ږدو جګړه دوام وکړي او باید د سولې لپاره په بین الافغاني کچه پراخې هڅې وکړو او خپله یو بل ته لاسونه ورکړو، څو د جګړې د دوام مخه ونیول شي.

Previous Post

له خوب وروسته مو ولې چورت خراب وي؟

Next Post

له تېرو دریو ورځو راهیسې اووه ولسوالۍ سقوط شوې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
له تېرو دریو ورځو راهیسې اووه ولسوالۍ سقوط شوې دي

له تېرو دریو ورځو راهیسې اووه ولسوالۍ سقوط شوې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ملګري ملتونه: د جګړو له بې ځایه شویو سره دې بېړنۍ مرستې وشي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

جون 2, 2021
مختلفو تمدنونو ته د سفر په نوم ځانګړی نندارتون د ملتونو په ماڼۍ کې پيل شو

مختلفو تمدنونو ته د سفر په نوم ځانګړی نندارتون د ملتونو په ماڼۍ کې پيل شو

اکتوبر 28, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved