سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

امریکا له افغانستانه د خپلو ډیپلوماټانو پر اضطراري ایستلو کار کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
in افغانستان
0
امریکا له افغانستانه د خپلو ډیپلوماټانو پر اضطراري ایستلو کار کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

وروسته له هغه چې امریکا وړمه ورځ په افغانستان کې د خپل نږدې شل کلن ماموریت تر ټولو ستره پوځي مرکز (بګرام هوايي اډه)‎ افغان ځواکونو ته وسپارله، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا حکومت له افغانستان څخه د خپلو ډیپلوماټانو او د سفارت د نورو مامورینو د ضطراري ایستلو پر پلان کار پیل کړی دی.

راپور کاږي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان خراب امنیتي وضعیت امریکایي چارواکي هم اندېښمن کړي او هغوی غواړي چې د خپلو ډیپلوماټانو د اضطراري وتلو لپاره پلان جوړ کړي تر څو د وضعیت د لا بې ثباته کېدو په صورت کې خپل وګړي هر څه ژر له دغه هېواده وباسي. امریکا دا پرېکړه وروسته تر هغه کوي چې طالبانو د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو د غوښتنې پر خلاف خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او ګڼې ولسوالۍ یې نیولې دي. وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو  پرېکړه تایید کړه، له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده. تازه امریکايي ځواکونو بګرام هوايي اډه چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د شل کلن ماموریت تر ټولو ستره پوځي اډه بلل کېده، افغان ځواکونو ته سپارلې ده. افغان حکومت هم تایید کړې چې د دې اډې مسوولیت دوی ته سپارل شوی او له دې وروسته به افغان ځواکونه له دې اډې څخه د دوی په وینا، د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره ګټه اخلي. په ورته مهال طالبانو هم له دې اډې څخه د ‎امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کړی له ټولو بهرنیو هېوادونو یې غوښتي چې له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

له دې سره جوخت، د امریکا ولسمشر جو بایډن ويلي چې افغانان باید په خپله د خپلو هوایي ځواکونو پر مټ امنیتي چارې سبمالې کړي. بایډن دغه راز ویلي، ډاډه دی چې افغان مشران به وکولی شي چې خپل حکومت وساتي، خو نوموړی وايي اندېښنه یې دا ده چې دوی به له کورنیو ستونزو سره مخ وي او دوی باید وکولای شي د خپل حکومت د دوام لپاره د هېواد په کچه هغه ملاتړ خپل کړي، چې ورته اړتیا لري. بایډن دغه راز ویلي چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر به په څو راتلونکو ورځو کې چې په دې وروستیو کې یې اوازې خپرې شوي، بشپړ نه شي.

بلخوا روسیې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې امریکا نه شي کولی له دغه هېواد څخه تر وتلو وروسته خپل سرتېري په منځنۍ اسیا کې ځای پر ځای کړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې دوی په دې اړه مخکې له مخکې ځینې مسایل له واشنګټن سره شریک کړي او دوی هیله لري چې امریکا ورباندې غور وکړي. هغه دغه راز ویلي، افغان حکومت او طالبانو تر اوسه پورې خپلمنځي مسائل نه دي حل کړي، دوی به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي خو په خبره یې، د افغانستان د راتلونکې نظام په اړه پرېکړه د افغانانو خپل کار دی.

Tags: Top
Previous Post

له ګرمۍ سره څنګه مبارزه وکړو؟

Next Post

علامه د لوړو زده کړو موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
علامه د لوړو زده کړو موسسه

علامه د لوړو زده کړو موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين چاپيريال ساتنې وزارت د نړۍ له ښارونو څخه د اقليمي بدلون د همکاريو د پياوړتيا غوښتنه وکړه

د چين چاپيريال ساتنې وزارت د نړۍ له ښارونو څخه د اقليمي بدلون د همکاريو د پياوړتيا غوښتنه وکړه

نوومبر 21, 2024
سوني د پلې اسټېشن۵ د خرڅلاو نېټه اعلان کړه

سوني د پلې اسټېشن۵ د خرڅلاو نېټه اعلان کړه

اکتوبر 5, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved