چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

امریکا ولې د چین پر وړاندې د سوداګرۍ جګړه نه شي ګټلی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 13, 2025
in تبصرې
0
افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په نړیوال سیاست او اقتصاد کې هغه هېوادونه بریالي پاتې شوي چې له اصولو، انصاف، او همکارۍ سره یې تعامل کړی وي. خو متحده ایالات، چې ځان د نړیوال اقتصاد رهبر بولي، په وروستیو کلونو کې له دې اصولو ښکاره سرغړونه کړې او د چین پر وړاندې یې یو اړخیزه، فشاریدونکې او غیرمنصفانه سوداګریزه جګړه پیل کړې ده. دا جګړه، چې په لوړه کچه سیاسي بڼه لري، له قانوني مشروعیت او نړیوالو سوداګریزو اصولو سره هیڅ ډول سمون نه لري.
امریکا هڅه کوي د تعرفو، بندیزونو، او د چینايي ټکنالوژۍ د مخنیوي له لارې، خپل سیال له پرمختګه راوګرځوي. خو دا چلند نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د اقتصادي عدالت مفهوم ته هم جدي ګواښ پېښوي. د نړۍ هېوادونه داسې تګلاره نه شي زغملی چې یو ځواکمن هېواد وغواړي د سیال پرمختګ په زوره ودروي، پرته له دې چې نړیوال قواعد په پام کې ونیسي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د دې جګړې بڼسټ‌ګر دی، د شعارونو، احساساتي ویناوو او یو اړخیزو پرېکړو له لارې هڅه کوي چې د امریکا ولس ته وښيي چې ګوندې د چین د اقتصادي غلبې مخه نیسي. خو د هغه عمل او وینا ترمنځ تل ژور تضاد موجود و. هغه نه د آزاد بازار پر ارزښتونو باور لري، نه د اصولو پر سیالۍ. بلکې دا جګړه یې د داخلي سیاسي کمپاین، احساساتو راپارولو، او د عامه افکارو د کنټرول لپاره وسیله ګرځولې ده .
په واقعیت کې، د چین پر وړاندې دا جګړه یوازې یوه سیاسي پروژه نه، بلکې د امریکا له خوا د خپل زوال د پټولو هڅه ده. ځکه امریکا نور نشي زغملی چې یو نوی قدرت، لکه چین، د اقتصاد، نوښت، تکنالوژۍ او نړیوال سیاست په ډګر کې ورسره اوږه په اوږه ولاړ شي. له همدې امله یې د سالم رقابت پر ځای، د خنډونو، محدودیتونو، او تعصب ډک سیاست غوره کړی.
چین، برعکس، د زغم، تدبیر، او هوښیارۍ له لارې هڅه کوي نړیوال بازار ته د باور وړ، پر اصولو ولاړې همکارۍ وړاندیز کړي. د نویو بازارونو، سیمه‌ییزو تړونونو، او د “یو کمربند، یوې لارې” د سترو پروژو له لارې چین ثابته کړې چې اقتصادي ځواک باید د فشار وسیله نه، بلکې د وصل، تفاهم او ګډ پرمختګ لاره وي. د امریکا له فشار سره سره، چین نه یوازې شا ته نه دی تللې، بلکې د زیاتېدونکي نړیوال ملاتړ سره پر مخ روانه دی.
د امریکا اوسنی سیاست، چې د سیاسي انحصار او اقتصادي ځانغرضۍ له روحیې سرچینه اخلي، نړیوالو ته دا پیغام ورکوي چې دا هېواد نور د مشارکت، اعتماد، او متقابلې ګټې اصل نه پېژني. دا طرز تفکر، که دوام ومومي، نه یوازې به امریکا ته اقتصادي زیان ورسوي، بلکې نړیوال اعتماد به هم پرې کمزوری کړي.
په حقیقت کې، دا جګړه چې د عدالت، مساواتو او سالم رقابت پر ضد پیل شوې، یوه ناکامه او شاته‌تللې هڅه ده. نړۍ نور له داسې چلند ستړې ده چې یوازې د یو قدرت ګټې پکې خوندي وي. نړیوال اقتصاد د ټولو ملتونو ګډ میراث دی، او هېڅ یو هېواد نشي کولای د نورو حقونه تر پښو لاندې کړي.
که امریکا غواړي چې د نړۍ یو اغېزناک، محترم او باوري اقتصادي شریک پاتې شي، باید د زور له پالیسۍ، اقتصادي تبعیض، او سیاسي فشارونو لاس واخلي. ځکه راتلونکی د ملګرتیا، عدالت او ګډو حل لارو دی – نه د انحصار، بندیزونو او بې‌عدالتۍ.

Previous Post

لوګر کې ۸ ټنه تاریخ تېره او بې ‌کیفیته توکي راټول او سوځول شوي

Next Post

د ایران د شمالي خرسان او د فراه ولایت ترمنځ سړک جوړیږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د ایران د شمالي خرسان او د فراه ولایت ترمنځ سړک جوړیږي

د ایران د شمالي خرسان او د فراه ولایت ترمنځ سړک جوړیږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د لغوه شویو ادارو کارکوونکي پر دندو ګومارل کیږي

د لغوه شویو ادارو کارکوونکي پر دندو ګومارل کیږي

سپتمبر 21, 2022
سیاسي ناندرۍ او د افغانستان د پیسو د ورکړې یا تادیاتو نظام

سیاسي ناندرۍ او د افغانستان د پیسو د ورکړې یا تادیاتو نظام

مې 23, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved