امریکايي چارواکو ویلي، چې په هغه هېواد کې د یوې وړې روزنیزې الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د افغانستان د پخواني حکومت د هوايي ځواک د پیلوټ په ګډون درې تنه مړه شوي دي. د راپور له مخې، دغه پېښه پرون د امریکا د اوریګون په ایالت کې شوې ده. د امریکايي چارواکو په وینا، دغې الوتکې د اورګون له مک مینویل هوایی ډګر څخه د اینډیپنډنس ایالت هوایی ډګر ته الوتنه کوله چې د تېزو بادونو په منځ کې یې د برېښنا له مزي سره ټکر وکړ. د اوریګون ایالت پولیس وايي، د دې پېښې په ترڅ کې د افغانستان د تېر حکومت د هوايي ځواک پیلوټ محمد حسین موسوي د محمد بشیر صفدري او علیجان فردوسي په نومونو له دوو نورو پناه غوښتونکو سره یوځای مړه شوي دي. د راپورونو له مخې دغو کسانو له تېر یوه کال راهیسې د خپل جواز د ترلاسه کېدو لپاره تمریناتي الوتنې کولې.












