د مېرمنو او بشري حقونو په برخه کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري افغانستان کې د اسلامي همکاريو سازمان له استازي طارق علي بخيت سره د افغان مېرمنو او ځوانانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي. اميري په ټويټر ليکلي چې دا ليدنه یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۷۷يمې غونډې په څنډه کې په داسې حال کې کړې چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ هم حضور درلود. اميري ليکلي چې د اسلامي همکاريو سازمان له استازي سره يې پر دې هوکړه کړې چې د افغان نجونو د زده کړو او مېرمنو د حقونو لپاره به په ګډه مبارزه کوي.











