چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

امیر علي شېر نوایي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2020
in پوهنتون
0
امیر علي شېر نوایي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

امیر علي شېر نوایي د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په ۱۳۸۹ کال کې په جوزجان ولایت کې د دوو پوهنځیو (حقوق او سیاسي علوم او اقتصاد) په درلودو سره پر فعالیت پیل کړی دی. د لوړو زده کړو  د دې موسسې بنسټګر او د مالي او اداري چارو مرستیال محمد یوسف خدنګ وایي، چې په ۱۳۹۰ کال کې یې لوړو زده کړو وزارت ته د انجنیرۍ پوهنځي د تاسیس وړاندیز وکړ او د وزارت لخوا ومنل شو. دغه راز په ۱۳۹۲ کال کې یې د ښوونې او روزنې پوهنځي هم تاسیس کړی، چې اوسمهال د لوړو زده کړو دغه موسسه څلور فعال پوهنځي لري.

محمد یوسف خدنګ وایي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې (قضا او څارنوالي او اداره او ډيپلوماسي)، اقتصاد پوهنځی یې (مالي او بانکي او حسابداري)، انجنیري پوهنځی یې (انجنیري صنعتي) او ښوونې او روزنې پوهنځی یې هم خپل اړوند ډېپارټمنټونه لري.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

په امیر علي شېر نوایي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې اوسمهال د دریو زرو په شاوخوا کې محصلین پر زده کړو بوخت دي، چې ۳۵ سلنه یې ښځینه محصلینې دي. ښاغلی محمد یوسف خدنګ وایي، چې په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام پیلولو هوډ هم لري، خو دغه کار به هغه وخت کوي، چې د یوه پوهنتون ټول معیارونه پوره کړي.

د امیر علي شېر نوایي د لوړو زده کړو خصوصي موسسې له حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه تر اوسه پورې لس دورې، له اقتصاد پوهنځي څخه یې نهه دورې، له انجنیري پوهنځي څخه څلور دورې او له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه یې بیا اته دورې محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

ښاغلی محمد یوسف وایي چې په کلني ډول یې د محصلینو جذب توپیر کوي، ځکه په کوم ښار کې چې دوی فعالیت کوي، نفوس یې ډېر زیات نه دی، خو بیا هم په کال کې د زرو تنو په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي. دی وایي چې د جذب کچه یې هم تر ډېره د خلکو له اقتصادي او د هېواد له امنیتي وضعیت سره تړلې وي.

نوموړی وایي چې په ټوله کې محصلینو ته تخفیف ورکوي او د دې کار لپاره یې یو ځانګړی فورم تیار کړی دی، چې نوي راغلي محصلین دغه فورم ډکوي او وروسته د یوې ځانګړې کمېټې لخوا ارزول کېږي. هغه کسان چې په رښتیا هم له اقتصادي ستونزو سره مخ وي، دوی ورته مناسب تخفیف ورکوي. د دې تر څنګ د شهیدانو او معلولینو د کورنۍ غړو ته هم ځانګړی تخفیف په پام کې نیول شوی دی. دی وایي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو له برخې سره هوکړه لري او هغه کسان چې دوی ته ور معرفي کېږي، په ټیټ فیس او یا هم په وړیا ډول په موسسه کې شاملېږي. ښاغلی محمد یوسف خدنګ وایي، چې په هر ځل چې نوي کسان جذبوي، د شلو کسانو په شاوخوا کې وړیا محصلین هم نیسي. نوموړی زیاتوي، هغه کسان چې له لوړو زده کړو سره مینه لري، خو اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، نو دوی هڅه کوي چې په یو ډول نه یو ډول ورته د زده کړو زمینه برابره کړي. دی وایي، د موسسې په کچه یې ۹۵ سلنه محصلینو ته تخفیف په پام کې نیولی دی. د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د ورځې په دوو وختونو کې تدریس کېږي.

کتابتون چې په پوهنتون کې یوه جدي اړتیا بلل کېږي، د امیر علي شېر نوایي ادارې هم د دې اړتیا پوره کولو په موخه د محصلینو او استادانو لپاره یو مجهز کتابتون په پام کې نیولی دی. د دې موسسې بنسټګر وایي چې د ادارې په هڅو سره یې د لس زره په شاوخوا کې د پوهنځیو اړوند مسلکي او نور بېلابېل کتابونه په دغه کتابتون کې ځای پر ځای کړي دي، څو محصلین او استادان وکولای شي چې مطالعه یې کړي. دی وایي، د کتابتون د لا غني کولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي او کوښښ یې دا دی چې د فزیکي کتابتون تر څنګ، د ډیجېټالي کتابتون امکانات هم د محصلینو لپاره برابر کړي.

په امیر علي شېر نوایي د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د سلو استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې دېرش سلنه یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه استادان دي. ښاغلی محمد یوسف خدنګ وایي، چې استادان یې د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. دی وایي، استادان یې ټول په خپل مسلک کې د کافي تدریس تجربه لري، څو په کار پوه او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

ښاغلی محمد یوسف وایي چې په کور د ننه له ټولو دولتي پوهنتونونو سره نیکې اړیکې لري، خو په ځانګړې توګه د جوزجان له دولتي پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړې هم لري، چې وخت ناوخت د دغه پوهنتون له تجربو ګټه اخلي او خپلې ستونزې ور سره شریکوي. د دې تر څنګ له هېواده بهر د تاجکستان له ملي پوهنتون او د دوو نورو هېوادونو له پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې هم لري، چې له مخې یې خپل هغه استادان چې د ماسټرۍ او لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او هغه محصلین چې نوي فارغېږي، د لا نورو لوړو زده کړو لپاره دغو پوهنتونونو ته ور استوي.

نوموړی وایي چې تر اوسه پورې یې فارغ شویو محصلینو ته هغه ډیپلومونه نه دي ورکړي، چې لوړو زده کړو وزارت یې وېشي، خو تصدیق پاڼه او ترانسکریپ یې چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تاییدېږي، په کور د ننه او بهر دواړو کې د اعتبار وړ دي او فارغ شوي محصلین کولای شي چې په کومه اداره کې ور باندې دنده واخلي او یا هم د لا نورو لوړو زده کړو لپار ترې ګټه پورته کړي. ښاغلی محمد یوسف وایي، لوړو زده کړو وزارت لومړی خصوصي پوهنتونونو او بیا وروسته د لوړو زده کړو موسسو ته هغه ډیپلومونه ورکوي، چې د دغه وزارت لخوا د دولتي پوهنتونونو فارغ شویو محصلینو ته ورکول کېږي.

نوموړی وايي چې د محصلینو لپاره یې ټول هغه امکانات برابر کړي، چې د لوړو زده کړو یوه موسسه یې باید ولري. شنه ساحه، کمپیوټر لب او ورزشي میدانونه هم د امیرعلي شېر نوایي د لوړو زده کړو موسسې له امکاناتو څخه دي. محمد یوسف خدنګ وایي، چې د حقوقو پوهنځي  محصلین دولتي محاکمو، د اقتصاد پوهنځي محصلین د ولایت مستوفیت او د انجنیرۍ پوهنځي محصلین بیا د عملي کار لپاره ساحې ته بیایي.

له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د نورو پوهنځيو اېجادول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول، د ماسټرۍ لپاره بهر ته د محصلینو او استادانو استول او په هر اړخیزه توګه موسسې ته پرمختګ ورکول، د امیر علي شېر نوایي د لوړو زده کړو موسسې راتلونکي پلانونه دي.

د امیر علي شېر نوایي د لوړو زده کړو موسسه د هېواد د لوړو زده کړو له وزارت څخه کومه ځانګړې غوښتنه نه لري او په خبره یې چې وخت ناوخت یې د دوی ستونزو ته رسیدګي کړې ده او تل  ور سره همکار دي؛ خو ښاغلی محمد یوسف خدنګ له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره همکار پاتې شي، څو دغه پوهنتونونه نور هم پرمختګ وکړي اوله دولتي پوهنتونونو سره څنګ پر څنګ د هېواد بچیان وروزي او د پوهې په ګاڼه یې سمبال کړي.

حمیدالله حمیدي

Previous Post

هند او پاکستان ته ګرم سفرونه؛ موخې او پایلې

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
عبدالله عبدالله: ترهګرو وښوده چې دوی پر انسانیت او اسلامي اصولو باور نه لري

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بېجينګ: د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته پاملرنه لرو او د اړتيا له مخې به ورسره مرسته وکړو

بېجينګ: د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته پاملرنه لرو او د اړتيا له مخې به ورسره مرسته وکړو

نوومبر 5, 2025
بامیان؛ تازه را ستنو شویو کډوالو ته کورونه وېشل شوي دي

بامیان؛ تازه را ستنو شویو کډوالو ته کورونه وېشل شوي دي

فبروري 19, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved