د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. بلېنکن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له زلمي خلیلزاد سره یې افغانستان کې د راتلونکو ګامونو، د ترهګرۍ له ګواښه د امریکا د خوندي ساتلو، په افغانستان کې د یو منصفانه او دوامداره جوړجاړي او دې هېواد کې پر دایمي او بشپړ اوربند خبرې کړې دي. زلمي خلیلزاد هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې د افغان سولې بهیر په اړه مالومات ورکړل. نوموړی وایي، په شرایطو پورې د تړلې ستراتیژۍ په اړه يې خبرې کړې دي، داسې یوه ستراتیژي چې افغانستان ته سوله راولي، د خلکو لپاره د باثباته راتلونکي تضمین وکړي او هېچا ته اجازه ورنکړي چې له افغانستانه امریکا ته او یا یې هم متحدینو ته ګواښ پېښ کړي. دا لومړی ځل دی چې زلمی خلیلزاد د ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې د افغانستان د وضعیت په اړه له یوه جګپوړي امریکایي چارواکي سره لیدنه کوي.












