د اندونیزیا د محمدیه عالمانو شورا مشر او د دغه هېواد د ولسمشر پخواني مرستیال یوسف کلا له ولسمشر غني سره خبرو کې ویلي چې اندونیزیا د افغان سولې خبرو د یو پړاو کوربتوب ته لېواله ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې کلا تېر ماښام له ولسمشر غني سره لیدنه کې وویل، د سفر موخه یې دا ده چې اندونیزیا د ستر اسلامي هیواد په توګه د افغان سولې پروسه کې څنکه مرسته او همکاري کولی شي. یوسف کلا له یوه پلاوي سره کابل ته په دوه ورځني سفر راغلی او د حج او اوقافو، سوداګرۍ او صنعت، ملي امنیت سلاکار، د افغان سولې مرکچي پلاوي او د افغان عالمانو شورا ځینې غړو سره یې هم ولیدل.











