د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال او د سرې میاشتې او جوماتونو شورا رییس محمد یوسف کالا او مل پلاوي یې د سرپرست حکومت له اداري مرستیال سره کتلي. محمد یوسف کالا په دې لیدنه کې د خپل هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې او د کانونو استخراج په برخو کې د پانګونې غوښتونکي دي. نوموړي زیاته کړې، چې سرپرست حکومت د خپل هېواد ستونزې په داسې ډول حل کړي، چې نورو هېوادونو ته يو ښه مثال ګڼل کېږي. ورتهمهال اداري مرستیال افغانستان کې د اندونيزيا د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت له ټولو هيوادونو په ځانګړي ډول اندونيزيا سره د ښو او نیکو اړيکو غوښتونکی دی او د دې هيواد سوداګرو او پانګوالو ته به ټولې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.












