ان بي سي نیوز په یوه اوږده تحلیل کې د افغانستان د سولې مسئلې ته کتنه کړې ده او په وینا یې د بایډن اداره غواړي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره اساسي اقدامات ترسره کړي. سرچینه کاږي د بایډن حکومت پرېکړه کړې چې په لومړي سر کې په افغانستان کې د سولې اړوند ټول پرمختګونه وڅېړي او تر هغه وروسته یې په اړه پرېکړه وکړي. په مطلب کې راځي چې بایډن ته د افغانستان د سولې اوسنی کاواکه بهیر په هېڅ صورت د منلو نه دی نو له همدې امله یې خپلو مهمو چارواکو ته دنده سپارلې چې په دې اړه هر څه په دقیقه توګه و ارزوي. سرچینه زیاتوي د بایډن ادارې نږدې کسانو ان دا ویلي چې که بایډن ته د افغانستان د سولې پروسه ناسمه وبرېښي نو ددې احتمال شته چې د دوحې له هوکړې شاتګ وکړي او افغانستان ته بېرته خپل سرتېري ولېږي.












